د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي وزیر شهاب‌الدین دلاور د چین د دولتي شرکت MCCHoloda له رئیس سره په کتنه کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت له هېواد څخه د خامو توکو د صادرېدو اجازه نه ورکوي او پانگه اچوونکي باید د هېواد دننه د پروسس چارې تر سره کړي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د MCCHoloda کمپنۍ د افغانستان د مسو، سرب او جستو د استخراج او پروسس په برخه کې فعالیت کوي او ډاډ یې ورکړ چې یاده به په نورو برخو کې هم پانگونه وکړي.

په خبرپاڼه کې د کانونو وزیر له قوله ویل شوي، چې په بامیانو، کندهار او غور ولایتونو کې د سرب او جستو کانونه شته، په دې اساس که کمپنۍ د اسلامي امارت له شرایطو سره سم په افغانستان کې دننه پروسس ترسره کړي، موږ همکارۍ ته چمتو یو که نه نو بهر ته د خامو توکو صادرولو او پروسس کولو اجازه نه ورکول کېږي.

د یوه بل خبر له مخې، چینايي پانگه‌والو په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د پانگونې ژمنه کړې او له یاد وزارت څخه یې غوښتي، چې د نفتو او گازو په برخه کې ورته لازمه اسانتیاوې برابرې کړې.:«د افغانستان اسلامي امارت په ټول هېواد کې د امنیت د تامین سربېره یې د بهرنیو پانگه‌الو د جلب او جذب لپاره اسانتیاوې او مناسب چاپېریال برابر کړی او کولی شي د افغانستان په کاني زېرمو کې د پانگونې په موخه خپل پروپوزلونه وړاندې کړي.»

اوسمهال د هېواد د گڼو کانونو د استخراج چارې روانې دي، چې هره میاشت د حکومت خزانې ته سلگونه مېلیونه افغانۍ عواید راځي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version