د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون په افغانستان کې د چین سفیر ژاوشېنگ او مل پلاوي سره لیدلي دي.

له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې کتنه کې ژاوشېنگ د چین او افغانستان اړیکې تاریخي بللي او ویلي یې دا مهال دا اړیکې په حالت کې دي او د سیمې په کچه بې‌ساري دي.

د خبرپاڼې له مخې، د چین دولت په سیاسي، اقتصادي او فرهنگي برخو کې د دې اړیکو د لاپراختیا غوښتونکی دی. :«هېواد یې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لاپیاوړتیا لپاره په بېلابېلو برخو او رشتو کې افغان محصلینو ته د تحصیل زمینه برابره کړې او د طب په گډون په نورو برخو کې د افغانانو د ظرفیت لوړولو په موخه د زده‌کړو لنډمهالې دورې برابروي.

د چین سفیر ژاوشېنگ ویلي، د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداگریزې اړیکې په مناسب وضعیت کې دي او چینایي تاجران او پانگه‌وال مایل دي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانگونه وکړي.په دې لیدنه کې نوموړي ژمنه کړې، چې هېواد یې وروستیو سېلاب‌ځپلو سره د چین د سره‌صلیب له لارې سل زره امریکايي ډالر مرسته کوي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د چین سفیر ته ویلي، چې د افغانستان او چین اړیکې د تاریخ په اوږدو کې دوستانه، کلکې او نه شلېدونکې وې او اسلامي امارت په راتلونکي کې په بېلابېلو برخو کې د دې اړیکو د لاپیاوړتیا غوښتونکی دی.:«افغانستان د بې‌ساري کانونو او زېرمو لرونکی دی او دا د چینایي شرکتونو او پانگه‌والو لپاره ښه فرصت دی چې د دې زېرمو په برخه کې پانگونه وکړي او اسلامي امارت د هر ډول پانگونې ملاتړ او هرکلی کوي او هغوی ته لازمې اسانتیاوې برابروي.»

ښاغلي حنفي ویلي، افغانستان د چین په گډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد وکاروي او له نړۍ هم غواړي چې د متقابل احترام پر بنسټ له افغانستان سره چلند وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version