د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، د لغمان ولایت په علیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د ٢٧٨ میلیونه افغانیو په لګښت د ٢۴۴ پراختیايي پروژو چارې بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل پلاوي له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر په‌خپله وینا کې ویلي چې، هېواد او ولسونه زیات کار او خدمت ته اړتیا لري او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت هڅه کوي ترڅو کلیوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په موخه پراختیایي پروژې پلې او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه وکړي.

د یاد وزارت په وینا، په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جغل اچول، د کرنیزو کانالونو جوړول او پاکول، د پیاده رونو، محافظوي دېوالونو، پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.

د یادونې وړ ده چې، د دغه وزارت د سرپرست له لوري تازه په یاد ولایت کې د ۱۶۱ نورو پراختیایي پروژو چارې هم پیل شوې، چې په بشپړېدو سره به یې خلکو ته په ګڼو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version