د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د کمال خان بند د بیارغونې چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوې او ډېر ژر به گټه اخیستنې ته وسپارل شي.

د یاد وزارت ویاند مطیع الله عابد وايي، د کمال خان بند چارې وروستي پړاو ته رسېدلي دي او دغه بند د ۵۲ مېلیونه مترمکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.

د عابد په خبره، دا بند د نیمروز د چاربرجگ ولسوالۍ شمال ته په ۱۸ کیلومترۍ او د دغه ولایت د مرکز زرنج سوېل ته په ۹۵ کیلومترۍ کې جوړ شوی، چې د ۶مېگاواټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لري.

دا بند پر هلمند سیند جوړشوی چې د کابل له غرونو سرچینه اخلي او د افغانستان او ایران ترمنځ د هامون په نوم گډ ډنډ یا جهیل ته تویېږي.

د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په روان کال کې هم د هېواد په گوټ ـ گوټ کې د ۱۵۵ چکډیمونو او د ځینو لویو بندونو د جوړولو اراده لري، چې ورسره به زرگونه جریبه ځمکه خړوبه شي او هم به د افغانستان اوبه مهار شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version