له کندهار څخه امنيتي سرچينې هندوکش غږ ته ویلي، چې تېره ورځ امنیتي ځواکونو له پاکستان سره پر ډيورنډ فرضي کرښه د سپين بولدک ولسوالۍ د ولي شاه مغزي په سيمه کې ۲۱۳۲ کیلوګرامه چرس،او ۷۲ کیلو ګرامه تارياک نيولي دي.

سرچينه وايي، قاچاقبرانو غوښتل چې دغه نشه يي توکي په قاچاقي لاره افغانستان ته را انتقال کړي؛ خو د امنيتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي، چې په پايله کې یې قاچاقبران بېرته پاکستان ته تښتېدلي او په خرو بار نشه يي توکي د امنيتي ځواکونو لاس ته لوېدلي.

ياده دې وي، چې له دې وړاندې هم له پاکستان څخه وخت ناوخت هېواد ته د نشه يي او چاودېدونکو توکو د قاچاق مخه نيول شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version