د کورنيو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتين قانع په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د حميد جلال پښتون د پېښې عامل نیول شوی او ياده قضيه تر څېړنې لاندې ده.

ښاغلی قانع وايي: د شهید حمید جلال (پښتون) د خواشینوونکې پیښې عامل نیول شوی، پیښه یې تر څیړنو لاندې او تر بشپړیدو وروسته به د بعدي اجراآتو لپاره نظامي محکمې ته وسپارل شي.

ياد کس حميد جلال پښتون پرون کابل کې وژل شوی او ادعا کېږي چې په ياد کس د يوه امنيتي سرتېري له لوري ډزې شوي او وژل شوی.

د کورنيو چارو وزارت د وياند په خبره چې قضیې د روښانتيا لپاره څېړنې روانې دي چې که چېرته ياد کس مجرم وي نو په خپله سزا به ورسېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version