
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د کوچني اختر په ورځو کې شاوخوا ۲.۳ میلیونه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو او طبیعي جاذبو څخه لیدنه کړې ده.
د ياد وزارت په خبره د سیلانیانو دا شمېرې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي او د سیاحت د ودې او پیاوړتیا څرګندونه کوي.
اطلاعاتو او کلتور وزارت ډاډ ورکړی، چې هڅه کوي د هېواد په کچه د ګرځندوی سکتور پراخ، پیاوړی او سیلانیانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابر کړي.
#هندوکشغږ

