د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون ویلي، د تورخم له لارې هېواد ته راستنېدونکي کډوال د بې ځایه پلمو له امله په ورځو ورځو ځنډول کېږي.
یاد کمېسیون ټینګار کړی، چې د کرښې ها غاړه دې افغان کډوال نه ځنډول کېږي او دوی یې د جذب او ځای پرځای کولو لپاره ټول امکانات لري.
د کډوالو ستونزو ته رسېدنې کمیسیون ویلي، د ورځې چې هر څومره افغان کډوال افغانستان ته راځي، دوی یې سمبالولی شي.
یاد کمیسیون د ملګرو ملتونو د کډوالۍ پر نړۍوالې ادارې غږ کړی چې له پاکستاني پوځي رژیم سره دې د افغان کډوالو ژر را پرېښودلو په اړه خبرې وکړي او دې ستونزې ته دې تر هر څه ژر رسېدنه وشي.


