Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د کډوالو چارو وزارت سرپرست په بېلابېلو ناستو کې د ایران او پاکستان له سفیرانو سره کتلي
    افغانستان

    د کډوالو چارو وزارت سرپرست په بېلابېلو ناستو کې د ایران او پاکستان له سفیرانو سره کتلي

    صابر افغانصابر افغان6 مارچ 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په بېلابېلو ناستو کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي او د پاکستان له سفیر عبيدالرحمن نظاماني سره د افغان کډوالو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

    له یاد وزارت څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې ناستو کې مولوي عبدالکبیر ویلي چې ایران او پاکستان له کلونو راپدېخوا «د میلیونونو افغان کډوالو کوربتوب کړی؛ اسلامي امارت یې منندوی دی او له کوربه هېوادونو هیله لري، چې د کډوالو په اړه له زغم او حوصلې څخه کار واخلي.» نوموړي د خبرو پر دوام ویلي: «په دې وروستیو کې، پاکستان او ایران له افغان کډوالو سره ناسم چلند ډېر کړی، مونږ له کوربه هېوادونو غواړو چې د کډوالو نړیوال اصول مراعت کړي او له افغانانو سره انساني او اسلامي چلند وکړي.»

    د نوموړي په وینا، سرپرست حکومت د خپل اقتصاد محوره سیاست له مخې د سیمې ثبات، اقتصادي همکاریو او ګډو فرصتونو ته ژمن دی او هیچا ته د ستونزو جوړولو نیت نلري او د سیمې له هېوادونو سره د همکاریو پیاوړتیا غواړي.

    هغه دا یادونه هم کړې، چې «سرپرست حکومت افغان کډوال راستنېدو ته هڅوي؛ خو په کور دننه د شرایطو د نه برابرېدو له کبله باید کوربه هېوادونه د جبري ایستلو پر ځای د یو منظم او تدریجي میکانیزم له مخې عمل وکړي.» مولوي عبدالکبیر ټینګار کړی، چې د جون تر پایه له پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو ایستل ستونزمن دي؛ ځکه هغوی نشي کولی خپل ټول ژوند او شتمنۍ په دومره لنډ وخت کې راټولې کړي.

    مولوي عبدالکبیر هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو تر منځ دې د خبرو لار غوره شي؛ د تورخم لارې بندول، جګړه او تاوتریخوالی یې حل لاره نه ده. نوموړي ټینګار کړی چې، په تورخم کې دې له تخریبي عمل ډډه وشي.

    د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په کابل کې د پاکستان سفیر مولوي عبدالکبیر ته ډاډ ورکړی، چې د سرپرست حکومت غوښتنې به په رسمي ډول د پاکستان له چارواکو سره شریکې کړي؛ ځکه د پاکستان راتلونکی له افغانستان سره تړلی دی او غواړي، چې ستونزې د تفاهم له لارې حل شي.

    بلخوا په کابل کې د ایران سفیر، علی رضا بیکدلي د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې د سرپرست حکومت د مشرتابه د فرمان ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو د همکارۍ د پیاوړتیا لامل شي.

    مخکینۍ مقالهترکیه کې له داعش سره د اړیکو په تور ۴۷ شکمن کسان نیول شوي
    راتلونکي مقاله قطر د اسرائیلو د داخلي استخباراتو ادارې تورونه رد کړل

    مربوطه لیکنې

    د مشرتابه په حکم د لوړې کچې ټاکنې ترسره شوي

    22 جون 2026

    د کابل او دوحې ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    22 جون 2026

    ایران د افغانستان رئیس‌الوزراء ته د علي خامنه‌ای جنازه کې د ګډون بلنه ورکړې

    21 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2026

    امریکا د ایران پر نفتو او پټروشیمي تولیداتو لګېدلي بندیزونه ځنډولي

    د امریکا خزانې وزیر، سکاټ بېزېنټ ویلي چې دغه وزارت د ۶۰ ورځو لپاره یو…

    د ډونالډ ټرمپ او بنيامين نتنياهو ترمنځ کړکېچ بې سارې کچې ته رسېدلی

    22 جون 2026

    د پاکستان پوځي رژیم ماهرنګ بلوڅ په عمري بند محکومه کړې

    22 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امریکا د ایران پر نفتو او پټروشیمي تولیداتو لګېدلي بندیزونه ځنډولي

    22 جون 2026

    د ډونالډ ټرمپ او بنيامين نتنياهو ترمنځ کړکېچ بې سارې کچې ته رسېدلی

    22 جون 2026

    د پاکستان پوځي رژیم ماهرنګ بلوڅ په عمري بند محکومه کړې

    22 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،168 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،108 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،220 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.