Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د گوانتانامو دوه افغان بندیان نن کابل ته ورسېدل
    افغانستان

    د گوانتانامو دوه افغان بندیان نن کابل ته ورسېدل

    صابر افغانصابر افغان12 فبروري 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کورنیو چارو وزارت وايي، په گوانتانامو کې دوه افغان بندیان نن کابل ته ورسېدل. د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، ملا عبدالظاهر صابر او عبدالکریم چې په عمان کې نظربند وو، نن کابل ته راستانه شول. د ښاغلي قانع په خبره، ملا عبدالظاهر صابر د لوگر اوسېدونکی او عبدالکریم د خوست اوسېدونکي دي، چې دواړه په ۲۰۰۲ز کال کې امریکايي عسکرو نیولي وو. نوموړي لیکلي، دواړه په ۲۰۱۷ز کال کې له گوانتانامو څخه خوشې او عمان ته ولېږدول شول، چې هلته تر څار لاندې وو او د سفر له اجازې پرته همالته وو: «ملا عبدالظاهر صابر د لوگر د حصارک کلي اوسېدونکی دی. په ۲۰۰۲ز کې د امریکايي عسکرو له لوري ونیول شو. څلور میاشتې یې په بگرام کې تېرې کړې او وروسته د گوانتانامو زندان ته یوړل شو. د ۲۰۱۷ز کال د جنوري په ۱۶مه د گوانتانامو له زندان څخه ازاد او عمان ته ولېږدول شو. په عمان کې هم ۷ کاله تر څار لاندې وو او د افغانن حکومت په هڅو اوس کابل ته راستنېږي.» دی وايي، د اسلامي امارت د هلو ځلو په پایله کې پر دواړو لگېدلي بندیزونه لرې شول او اوس به خپل هېواد ته راستانه شي. د ۲۰۲۲ز کال د جون پر ۲۵مه هم له گوانتانامو زندان څخه د اسدالله هارون د اوسني حکومت په هڅو راخوشې شو او کابل ته راستون شو. اسدالله هارون هم په ۲۰۰۷ز کال کې امریکايي عسکرو نیولی و، چې د ۱۵کاله زندان تېرولو وروسته راخوشې شو. پرو سږکال د بشیر نورزي په نامه هم یو افغان د گوانتانامو له زندان څخه ازاد او افغانستان ته راستون شو. عبدالظاهر صابر او عبدالکریم څوک دي؟ ملا عبدالظاهر صابر د ملا عبدالقادر زوی، د لوگر د مرکز اړوند د حصارک د کلي اوسېدونکی دی. په ۲۰۰۲ز کال د مې په ۱۰مه په خپل کور کې امریکايي ځانگړو عسکرو له لوري ونیول شو او بگرام کې د څلورو میاشتو تېرولو وروسته د همدغه کال د اکټوبر په میاشت کې گوانتانامو ته ولېږدول شو. د ۲۰۱۷ز کال د جنوري میاشتې په ۱۶مه امریکايي عسکرو له لوري له دغه زندان څخه د عمان سلطنت ته انتقال شو. له څلورو میاشتو تېرولو وروسته یې کورنۍ هم یاد هېواد ته واستول شوه. په عمان کې د ۷ کاله ژوند تېرولو وروسته اوس بهر ته د تگ اجازه ورکړل شوه. عبدالکریم د گل قدیم زوی د خوست د تڼیو ولسوالۍ د ووزیانو د کلي اوسېدونکی دی. په ۲۰۰۲ز کال د اگسټ په ۱۴مه د خیبرپښتونخوا اړوند د میران شاه او پېښور ترمنځ ونیول شو. په پاکستان کې له څو میاشتې زندان تېرولو وروسته د پاکستاني پوځ له لوري امریکايي عسکرو ته وسپارل شو او د ۲۰۰۳ز کال په لومړیو کې گوانتانامو زندان ته ولېږدول شو. ښاغلی عبدالکریم هم د ۲۰۱۷ز کال د جنوري په ۱۶مه عمان ته انتقال شو. له څلورو میاشتو تېرولو وروسته یې کورنۍ هم یاد هېواد ته واستول شوه، چې نن به خپل هېواد ته دواړه راستانه شي. د گوانتانامو زندان په ۲۰۰۱ز کال د سپټمبر له پېښو وروسته په کیوبا کې جوړ شو، چې پر افغانستان د امریکايي یرغل وروسته ورته زرگونه افغانان او عربان ولېږدول شول. په گوانتانو زندان کې لا هم دوه افغانان تر اوسه بندیان دي

    .

    مخکینۍ مقالهانارشي د چا په ګټه ده؟
    راتلونکي مقاله د عمران خان د ګوند ګټونکي ازاد نوماندان به حکومت جوړ کړای شي؟

    مربوطه لیکنې

    پنجشېر کې د بېروج قیمتي ډبرو ۱۰ نوي کانونه تثبيت شوي

    6 سپتمبر 2025

    هېواد کې د نږدې ۱۰۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د برښنا تولید هوکړې او قراردادونه لاسلیک شول

    6 سپتمبر 2025

    د افغانستان برښنا شرکت رئيس ډاکټر عبدالباري عمر: افغانستان کې د قدرت جزیرې او زورواکي له منځه تللې او شفافیت رامنځته شوی، چې دې سره پانګونو ته پراخې زمينې برابرې شوې دي

    6 سپتمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 6 سپتمبر 2025

    د مقاومت جبهې دوکه‌ شوي جنګیالي بې‌انګیزې شوي دي

    په افغانستان کې د اوسني حکومت له واکمنېدو وروسته په نوې دوره کې، یعنې له…

    پنجشېر کې د بېروج قیمتي ډبرو ۱۰ نوي کانونه تثبيت شوي

    6 سپتمبر 2025

    د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین: که لويديځ هېوادونه اوکراین ته پوځيان واستوي نو مسکو به یې د مشروع هدفونو په توګه په نښه کړي

    6 سپتمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مقاومت جبهې دوکه‌ شوي جنګیالي بې‌انګیزې شوي دي

    6 سپتمبر 2025

    پنجشېر کې د بېروج قیمتي ډبرو ۱۰ نوي کانونه تثبيت شوي

    6 سپتمبر 2025

    د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین: که لويديځ هېوادونه اوکراین ته پوځيان واستوي نو مسکو به یې د مشروع هدفونو په توګه په نښه کړي

    6 سپتمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،017 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،960 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،990 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.