Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د عمران خان د ګوند ګټونکي ازاد نوماندان به حکومت جوړ کړای شي؟
    لیکني

    د عمران خان د ګوند ګټونکي ازاد نوماندان به حکومت جوړ کړای شي؟

    صابر افغانصابر افغان12 فبروري 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نوین ساپی

    تر دا مهاله په پاکستان کې د ټاکنو د څرګندو پایلو په بنسټ د دې هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان مربوطه نوماندانو د ۲۶۴ څوکیو څخه یې ۹۳ ګټلي او تر نورو مخکې دي، عمران خان لا په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي.د یوه بل پخواني صدراعظم نواز شریف ګوند بیا ۷۵ څوکۍ ګټلي، دا ټیم اکثریت نه دی خو په پارلمان کې تر ټولو لوی ګوند دی، ځکه د عمران خان کاندیدانو په مستقل ډول ځانونه کاندید کړي وو، د هغوی ګوند په ټاکنو کې له ګډون څخه منع شوی هم و.په پاکستان کې د ایتلاف په جوړېدو خبرې روانې دي او دا لا څرګنده نه ده چې کوم ګوند به د حکومت واګي په لاس کې واخلي. د دې هیواد د ټاکنو کمېسیون له انتخاباتو څخه ۶۰ ساعته وروسته د ټاکنو پایلې اعلان کړې، دې ځنډ هم یو لړ پوښتنې پیدا کړې دي.د عمران خان او د هغه سیال ګوند دواړه د ټاکنو د ګټلو دعوې کوي او دغه کار د پاکستان نامعلوم برخلیک نور هم تت کړی دی، په اوس وخت کې پاکستان له اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دی، له دغه حالت څخه د ځان ایستلو لپاره باید له نړیوال وجهي صندوق څخه پور واخلي او په دې اړه خبرې وکړي.د پاکستان ملي اسمبلۍ به په راتلونکو څو ورځو کې کار پیل کړي او باید د صدارت څوکۍ ته کاندید ۱۶۹ رایې وګټي.دا به د ایتلافیانو ترمنځ له خبرو وروسته جوته شي او څرګنده به شي چې د عمران خان مربوط نوماندان به له نورو وړو ګوندونو سره یو ځای کېدای شي چې یو بلاګ جوړ کړي.همهاله د عمران خان پلویانو ګواښ کړی وو که د یکشنبې فبرورۍ ۱۱ (سلواغه ۲۲) تر شپې پورې د ټاکنو نهايی پایلې اعلان نه شي، دوی به سوله ایزې مظاهرې وکړې، یو امنیتي‌ مقام رسنیو ته ویلي دي چې د عمران خان ۳۰۰ پلویانو له پېښور څخه اسلام اباد ته تللې لویه لار تړلې ده.عمران خان د دولت د محرمو اسنادو، فساد او نورو تورونو له کبله زنداني شوی او په ټاکنو کې د درېدو حق ترې اخیستل شوی و، خو میلیونونو پلویانو یې رایې وکارولې او د ده اړونده نوماندانو په مستقل ډول ځانونه کاندید کړل او ۹۳ څوکۍ یې ګټلې دي. د حکومت د جوړولو په برخه کې د هغو کاندیدانو، چې په مستقل ډول بریالي شوي، یوه ستونزه دا ده چې دوی د ګوند له لوري پارلمان ته نه دي ورغلي او په همدې اساس حکومت هم نه شي جوړولای.د عمران خان سیال، نواز شریف د ګوند یو ویاندې ویلي دي، دوی وار له مخه د نورو ګوندونو له استازو سره خبرې کړي دي او په عمومي توګه یوې موافقې ته سره رسېدلي دي، چې د پاکستان د ګټلو لپاره به یوځای کار کوي.

    مخکینۍ مقالهد گوانتانامو دوه افغان بندیان نن کابل ته ورسېدل
    راتلونکي مقاله ماجرای اصلی بازداشت منیژه صدیقی

    مربوطه لیکنې

    مخالفین د نظام د نوعیت تر شا څه پټوي؟

    9 جولای 2026

    اروپا سره د اړیکو نوی فصل؛ د مخالفینو ویر او تبلیغاتي ناکامي

    7 جولای 2026

    افغانستان سره د اروپا تعامل؛ د مخالفینو دریځونه او راتلونکی

    5 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 9 جولای 2026

    اسرائیلو د عربي اتحادیې سرمنشي نبيل فهمي رام‌الله ته له سفره منع کړ

    الجزیرې راپور ورکړی، چې اسرائیلو د عربي اتحادیې نوي سرمنشي او د مصر د بهرنیو…

    افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزارتونو د ګډې کمېټې څلورمه ناسته ترسره کړې

    9 جولای 2026

    ترکیه د ایف-۳۵ الوتکو د ترلاسه کولو لپاره د امریکا د بندیزونو لرې کېدو ته هیله‌منه ده

    9 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اسرائیلو د عربي اتحادیې سرمنشي نبيل فهمي رام‌الله ته له سفره منع کړ

    9 جولای 2026

    افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزارتونو د ګډې کمېټې څلورمه ناسته ترسره کړې

    9 جولای 2026

    ترکیه د ایف-۳۵ الوتکو د ترلاسه کولو لپاره د امریکا د بندیزونو لرې کېدو ته هیله‌منه ده

    9 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،112 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،226 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.