د يمن د بهرنيو چارو وزارت پخواني سلاکار، کابل کې د روږدو پر روغتون د پاکستاني رژيم د بېګانيو بريدونو د انځورونو په خپرولو سره ويلي، چې دا انځورونه د غزې نه دي.
نوموړي ويلي، دا کسان د اسرائیل له لوري نه دي وژل شوي، بلکې دا په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې د مرکز ناروغان دي.
هغه زياتوي، چې دوی په روژه کې د پاکستان له لوري په یوه بې رحمه ډله ییزه وژنه (قتل عام) کې قرباني شوي دي.
