د یمن حوثيانو خبر ورکړی چې، په غزې تړانګه کې د اوربند له پیلیدو وروسته به په سور سمندرګي کې خپل بریدونه به یواځې صهیونیستي رژیم پورې اړوندو بېړیو باندې محدود کړي. دوی په ورته وخت کې ګواښ کړی چې د اړتیا په صورت کې به یې پراخ بریدونه بیا پیل شي.
د حوثیانو دا پرېکړه ممکن نړیوالو شرکتونو لپاره د سرې بحیرې مسیر ته د راستنېدو لپاره د هڅونې په برخه کې کافي نه وي. دا مسیر چې د آسیا او اروپا ترمنځ د انرژۍ د محمولو د لېږد لپاره حیاتي ارزښت لري تیر کال د حوثیانو د توغندیزو بریدونو له امله د پنځوس سلنه سمندري ټرافیک د کموالي شاهد و. دې کمښت په ځانګړې توګه د مصر سویز کانال کوم چې سور سمندرګی له مدیترانې سمندرګي سره نښلوي پر عاید یې منفي اغیزه کړې.
د بالتیک نړیوالې سمندري شوری (بیمکو) مشر، یعقوب پي لارنس دا پریکړه یو «ماتېدونکی اوربند» بللی. نوموړي خبرداری ورکړی چې په غزه کې د اوربند له موافقې څخه هر ډول سرغړونه کولی شي د کړکېچ د زیاتوالي لامل شي او د نړیوالې کښتۍ چلونې پر وړاندې د حوثیانو لخوا د ګواښونو د بیا پیل لپاره زمینه برابره کړي.