وروسته له هغې چې امریکا د یمن حوثیان (انصارالله) غورځنګ د ترهګرو په تور نوملړ کې شامل کړ یادې ډلې غبرګون ښودلی او ویلي دي چې امریکا هیڅ حق نه‌لري چې د نړۍ ملیتونه او هېوادونه ډلبندي کړي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د انصارالله غورځنګ له قوله لیکلي چې، امریکا خپله د تاریخ په اوږدو کې د ترورېزم مسئوله ده او هیڅ صلاحیت نه لري چې د نړۍ هېوادونه او ملیتونه په ډلو و وېشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version