شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د یمن حوثیانو پوځي ویاند، جنرال یحیی سریع په خپلې وروستۍ بیانیې کې د صهیونیستي رژیم د پوځ لوی درستیزۍ پر ودانۍ د ډرون برید خبر ورکړی. نوموړي ویلي، چې د صهیونیستي پوځ د لوی درستیزۍ ودانۍ په اشغال شوي یافا کې د «صماد ۴» ډرون پر مټ هدف ګرځول شوې.ښاغلي سریع وړاندې ویلي، چې د پوځ ډرون او توغندویي واحدونو یې اشغال شوي فلسطین کې پر الخضیره برښنا کوټ، بنګوریون هوايي ډګر او د اشدود سمندري بندر هم بریدونه کړي. سریع پر یادو موخو شوې بریدونه بریالي بللي دي.دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې صهیونیستي رژیم له خوا د حوثیانو پر کابینې له برید وروسته یادې ډلې د سختې غچ اخیستنی خبرداری ورکړی و.
د حماس غورځنګ د پوځي څانګې القسام لواء وياند ابو عبيده: زموږ مجاهدين په بشپړه تيارسۍ کې دي، لوړ مورال لري او د يرغلګرو پر وړاندې به د اتلولۍ بېلګې وړاندې کړي30 اگست 2025