د یمن حوثیانو پوځي ویاند، جنرال یحیی سریع په خپلې وروستۍ بیانیې کې د صهیونیستي رژیم د پوځ لوی درستیزۍ پر ودانۍ د ډرون برید خبر ورکړی.

نوموړي ویلي، چې د صهیونیستي پوځ د لوی درستیزۍ ودانۍ په اشغال شوي یافا کې د «صماد ۴» ډرون پر مټ هدف ګرځول شوې.

ښاغلي سریع وړاندې ویلي، چې د پوځ ډرون او توغندویي واحدونو یې اشغال شوي فلسطین کې پر الخضیره برښنا کوټ، بن‌ګوریون هوايي ډګر او د اشدود سمندري بندر هم بریدونه کړي. سریع پر یادو موخو شوې بریدونه بریالي بللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې صهیونیستي رژیم له خوا د حوثیانو پر کابینې له برید وروسته یادې ډلې د سختې غچ اخیستنی خبرداری ورکړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version