
د یمن حوثيانو مشر عبدالملک الحوثي په خپله تازه وینا کې خبرداری ورکړی، چې پر لبنان او فلسطین د صهیونیستي رژیم بریدونه به ناوړه پایلې ولري.
هغه د ایران او امریکا ترمنځ د دوه اونیز اوربند اعلان یوه لویه بریا بللې، خو ټینګار یې کړی چې که صهیونیستي رژیم پر لبنان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، د یمن په ګډون به ټولې جبهې بیرته مستقیمې جګړې ته ورګډې شي.
عبدالمالک الحوثي همداراز د مسجد الاقصی ساتنه او د غزې د کلابندۍ ختمول د ټول امت مسؤلیت بللی او د یمني ځواکونو عملیاتو د دوام ترڅنګ یې د صهیونیستي جاسوسي شبکو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

