د یمن حوثي وسلهوالو یوې سرچینې له امریکایي نیوز ویک مجلې سره په خبرو کې ویلي، که امریکا او صهیونیستي اسرائیل پر ایران برید وکړي، دوی به د ایران په ننګه جګړه کې ښکېل شي.
سرچینې زیاته کړې، چې حوثیان په لوړه کچه احضاراتو کې قرار لري او خبرداری یې ورکړی، که پر ایران یا د دوی پر ضد هر ډول پوځي اقدام وشي، پر وړاندې به یې کلک غبرګون وښيي.
ورته مهال د صهیونیستي رژیم ۱۴ تلویزیوني شبکې راپور ورکړی، چې تلابیب په نږدې راتلونکي کې پر تهران د پراخ نظامي عملیاتو د پیل لپاره پر چمتووالي بوخت دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه امریکا په منځي ختیځ کې له یو شمېر هېوادونو د خپلو ډیپلوماټیکو استازولیو د تخلیې فرمان ورکړی او ویلي یې دي چې د سیمې وضعیت به لا ترینګلی شي.