د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، د یمن حکومت او حوثي وسلهوالې ډلې ترمنځ د بندیانو پر تبادلې هوکړه وشوه.
د دې هوکړې له مخې به دواړه لوري په ټولیز ډول شاوخوا ۲۹۰۰ بندیان ازاد کړي.
د یمن حکومت به ۱۷۰۰ حوثي بندیان خوشې کړي او حوثیان به ۱۲۰۰ بندیان خوشې کړي، چې په هغوی کې د اصلاح ګوند مخکښ غړی محمد قحطان هم شامل دی.
د دواړو لویو ترمنځ یاد تړون د عمان په پلازمېنه مسقط کې د ملګرو ملتونو او د عمان په منځګړیتوب شوی دی.
