د يمن د عالي سیاسي شورا مشر مهديالمشاط ويلي، چې د طوفان الاقصی عمليات د اسرائلي رژيم د ظلمونو پر وړاندې د فلسطين د ولس مشروع حق و.
نوموړي زیاته کړې، دغه عملیات د فلسطین د مبارزې په بهیر کې ستراتیژیک بدلون راوست، د قدس د یهودي کولو او د قضيې د ختمولو پلانونه یې شنډ کړل او نړۍ ته یې وښوده، چې د فلسطین قضیه به نه مري.
مشاط زیاته کړې، چې د اکتوبر اوومې پاڅون د فلسطینیانو عزت بېرته وساته او د دښمن هیلې یې ختمې کړې.
نوموړي دغه راز، د فلسطین د ولس د زړورتیا او صبر ستاینه کړې او ټینګار یې کړی، چې د یمن دریځ د فلسطین د ازادۍ تر بریده ثابت دی.
هغه همدا راز امریکا د صهيونيستي رژیم په جنایتونو کې بشپړه شریکه بللې او د حزبالله د عراق مقاومت او د ایران د ملاتړ قدرداني یې کړې ده.