د هرات د جګړه مار لنډ ژوندلیک (دوام): د جمهوریت د رامنځته کېدو له لومړیو کلونو راهیسې، هغه جنګ سالاران چې د شوروي ضد پاڅون په پیل کې یې د اسلامي نظام شعارونه ورکول، د یوه داسې حکومت د واګو نیولو لپاره په سیالۍ شول چې له اسلام او خالص شریعت سره یې تضاد درلود. دوی هر څه د لوړې څوکۍ او مقام اخیستو لپاره وپلورل.
اسماعیل خان د طالبانو د نظام له سقوط وروسته، د امریکايي اشغالګرو تر بشپړ ملاتړ لاندې او د هغوی فرمایشاتو ته د لبیک له امله د هرات والي شو او بیا تر ۱۳۸۳ کال پورې په همدې څوکۍ پاتې شو.
په هغه موده کې چې اسماعیل خان په هرات واکمن و، دغه ښار او مجاهد ولس یې د ډېرو دردوونکو پېښو شاهد و. د دې لړۍ په راتلونکو برخو کې به دا پیښې په تفصیل سره بیان کړو.
د اسماعیل خان بې پایه طمعه او ځوان غوښتنه د دې لامل شوې وه، چې په هرات کې نیمه خودمختاره حکومت جوړ کړي، دا حکومت «جنوب لوېدیځ زون عمومي امارت» په نوم یادېده. نوموړي نه یواځې په هرات، بلکې په شاوخوا ولایتونو لکه بادغیس، غور، فراه او نیمروز کې هم نفوذ درلود او د محلي چارواکو په ټاکلو او لرې کولو کې یې مداخله کوله.
اسماعیل خان د خپلې ځان غوښتنې له امله هرات له هېواد څخه منزوي کړی و او د خپلو شخصي ګټو لپاره یې له مرکزي حکومت، په ځانګړي ډول له حامد کرزي سره بې شمېره لانجې او جنجالونه درلودل. هغه په مستقل ډول د هرات نظامي او مالي واک په لاس کې اخیستی و.
بالآخره د غرب او د وخت د مرکزي حکومت تر فشار لاندې، د اسماعیل خان تور سیوری له هرات ولایت څخه لیرې شو. دولت له ولایت څخه د لوړ منصب، یعنې د اوبو او انرژۍ وزارت وړاندیز کړ، چې نوموړی پرې قانع شو او له هرات څخه پلازمینې کابل ته راغی.
اسماعیل خان د اوبو او انرژۍ د وزیر په توګه هماغسې چې طمعه کېده، د خلکو او هېواد پر ځای یې د پردیو لپاره کار کاوه، له غربیانو او ځینو ګاونډیو هېوادونو څخه یې امرونه ترلاسه کول.
اسماعیل خان د کرزي د واکمنۍ په دوو دورو کې نهه کاله د اوبو او انرژۍ وزیر و، خو دا دنده یې تر ډیره سمبولیکه وه او خپل پخوانی نفوذ یې له لاسه ورکړی و.
په ۱۳۹۲ کال کله چې سیاف ځان د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید کړ، اسماعیل خان هم د لوړ مقام او ډیرې غلا په موخه، د سیاف د ټيم د لومړي مرستیال په توګه ګډون وکړ.
خو دا چې امریکايي اشغالګرو په خپلو دې غلامانو باور نه درلود، د ولسمشرۍ څوکۍ ورنکړل شوه او ټول پلانونه یې شنډ شول.
په وروسته کلونو کې د اسماعیل خان رول تر پخوا کم شو، د یوه خودخوانده جهادي مشر او د جمعیت اسلامي ګوند د غړي په توګه یې خپل سیاسي فعالیت ته دوام ورکړ، خو تر ډېره په حاشیه کې پاتې او نفوذ یې تر هرات پورې محدود و.
دوام لري…
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.