Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د یوه قوماندان توره څهره؛ د اسماعیل خان پټ ژوند او کړنې
    تورې څېرې

    د یوه قوماندان توره څهره؛ د اسماعیل خان پټ ژوند او کړنې

    عمران آغاعمران آغا13 مې 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هرات د جګړه مار لنډ ژوندلیک (دوام):
    د جمهوریت د رامنځته کېدو له لومړیو کلونو راهیسې، هغه جنګ‌ سالاران چې د شوروي ضد پاڅون په پیل کې یې د اسلامي نظام شعارونه ورکول، د یوه داسې حکومت د واګو نیولو لپاره په سیالۍ شول چې له اسلام او خالص شریعت سره یې تضاد درلود. دوی هر څه د لوړې څوکۍ او مقام اخیستو لپاره وپلورل.

    اسماعیل خان د طالبانو د نظام له سقوط وروسته، د امریکايي اشغالګرو تر بشپړ ملاتړ لاندې او د هغوی فرمایشاتو ته د لبیک له امله د هرات والي شو او بیا تر ۱۳۸۳ کال پورې په همدې څوکۍ پاتې شو.

    په هغه موده کې چې اسماعیل خان په هرات واکمن و، دغه ښار او مجاهد ولس یې د ډېرو دردوونکو پېښو شاهد و. د دې لړۍ په راتلونکو برخو کې به دا پیښې په تفصیل سره بیان کړو.

    د اسماعیل خان بې پایه طمعه او ځوان غوښتنه د دې لامل شوې وه، چې په هرات کې نیمه‌ خودمختاره حکومت جوړ کړي، دا حکومت «جنوب لوېدیځ زون عمومي امارت» په نوم یادېده. نوموړي نه یواځې په هرات، بلکې په شاوخوا ولایتونو لکه بادغیس، غور، فراه او نیمروز کې هم نفوذ درلود او د محلي چارواکو په ټاکلو او لرې کولو کې یې مداخله کوله.

    اسماعیل خان د خپلې ځان غوښتنې له امله هرات له هېواد څخه منزوي کړی و او د خپلو شخصي ګټو لپاره یې له مرکزي حکومت، په ځانګړي ډول له حامد کرزي سره بې شمېره لانجې او جنجالونه درلودل. هغه په مستقل ډول د هرات نظامي او مالي واک په لاس کې اخیستی و.

    بالآخره د غرب او د وخت د مرکزي حکومت تر فشار لاندې، د اسماعیل خان تور سیوری له هرات ولایت څخه لیرې شو. دولت له ولایت څخه د لوړ منصب، یعنې د اوبو او انرژۍ وزارت وړاندیز کړ، چې نوموړی پرې قانع شو او له هرات څخه پلازمینې کابل ته راغی.

    اسماعیل خان د اوبو او انرژۍ د وزیر په توګه هماغسې چې طمعه کېده، د خلکو او هېواد پر ځای یې د پردیو لپاره کار کاوه، له غربیانو او ځینو ګاونډیو هېوادونو څخه یې امرونه ترلاسه کول.

    اسماعیل خان د کرزي د واکمنۍ په دوو دورو کې نهه کاله د اوبو او انرژۍ وزیر و، خو دا دنده‌ یې تر ډیره سمبولیکه وه او خپل پخوانی نفوذ یې له لاسه ورکړی و.

    په ۱۳۹۲ کال کله چې سیاف ځان د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید کړ، اسماعیل خان هم د لوړ مقام او ډیرې غلا په موخه، د سیاف د ټيم د لومړي مرستیال په توګه ګډون وکړ.

    خو دا چې امریکايي اشغالګرو په خپلو دې غلامانو باور نه درلود، د ولسمشرۍ څوکۍ ورنکړل شوه او ټول پلانونه یې شنډ شول.

    په وروسته کلونو کې د اسماعیل خان رول تر پخوا کم شو، د یوه خودخوانده جهادي مشر او د جمعیت اسلامي ګوند د غړي په توګه یې خپل سیاسي فعالیت ته دوام ورکړ، خو تر ډېره په حاشیه کې پاتې او نفوذ یې تر هرات پورې محدود و.

    دوام لري…

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبلخ کې د افغانستان او ازبکستان ګډه سوداګریزه خونه پرانیستل شوه
    راتلونکي مقاله احمد الشرع او ټرمپ نن سعودي عربستان کې د سوریې د وضعيت په اړه خبرې کوي

    مربوطه لیکنې

    محمد محقق؛ د پاکستاني ګټو سپین سترګی مبلغ

    9 اپریل 2026

    د وحدت ګوند او مقاومت شوری سیاسي کمېټې مشر، محمد محقق: ګران ورور عاصم منير او ټول پاکستان ته د امريکا او ايران تر منځ د اوربند هڅو د بريا مبارکي وایم

    8 اپریل 2026

    د آی‌ایس‌آی دوه مهرې؛ د مسعود او کوفي د خوږوالي حقیقت

    6 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 27 اپریل 2026

    اتحاد المجاهدين په تېرو لسو ورځو کې ۹۰ پاکستاني پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    اتحاد المجاهدین پاکستان په یوه انفوګرافیک کې د تېرو ۱۰ ورځو بریدونو معلومات نشر کړي،…

    د اسرائیل پخوانيو لومړي وزيرانو د نتنياهو پر ضد ګډ ائتلاف جوړ کړ

    27 اپریل 2026

    د بلوچستان ازادۍ پوځ: په جلا-جلا بریدونو کې مو د پاکستاني رژیم د پوځ او استخباراتو ۷۱ غړي هلاک او ټپیاڼ کړي

    27 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اتحاد المجاهدين په تېرو لسو ورځو کې ۹۰ پاکستاني پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    27 اپریل 2026

    د اسرائیل پخوانيو لومړي وزيرانو د نتنياهو پر ضد ګډ ائتلاف جوړ کړ

    27 اپریل 2026

    د بلوچستان ازادۍ پوځ: په جلا-جلا بریدونو کې مو د پاکستاني رژیم د پوځ او استخباراتو ۷۱ غړي هلاک او ټپیاڼ کړي

    27 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،159 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،194 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.