د هرات د جګړه مار ژوند ته لنډه کتنه «وروستۍ برخه»:
د امریکا له لوري د افغانستان اشغال دوې لسیزې دوام وکړ، دا کلونه د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ځورېدلو هراتیانو لپاره له کړاو او سختیو څخه ډک کلونه وو، جنګسالارانو چې ځانونه یې د جهاد مشران بلل، په دې شلو کلونو کې له بشپړ ذلت سره چوپ پاتې شول.
د امریکا شنو ډالرو د اسماعیل خان او نورو جنګسالارانو هوش له سره اخیستی و، هغوی یې د فساد او تباهۍ کندو ته ټېل وهلي وو، له جهاد او د ولس له خدمت څخه یې د مال دولت، قدرت پالنې او له اسلامي ـ ملي آرمانونو سره د خیانت په لوري سوق کړل.
هغه پراخ فساد چې د جمهوریت د رژیم په چارواکو کې یې ریښې غځولې وې او یو په بل پسې یې ټول فاسد کړي وو، نه یواځې د افغانستان ولس بلکې د هغوی بهرني باداران هم د بې کفایتۍ او بې پایه غلاوو څخه تنګ او د دې پوچ رژیم د بقاء په اړه یې شکمن کړي وو.
همدا چاره د دې لامل شوه چې امریکا له طالبانو سره د جګړې پر ځای د خبرو مېز ته کښېني؛ هغه مذاکرات چې بالاخره د دوحې تاریخي تړون ته ورسېدل او په پایله کې یې د آمریکایي اشغالګرو د ټیټ سر وتلو نېټه وټاکل شوه.
دې حالت لکه څنګه چې اټکل کېده، ډېر ژر د جمهوریت سستو پایو ته نوره هم ضربه ورکړه او د نظام د سقوط نغاره له ارګ څخه تر لیرې پرتو سیمو خپره شوه.
د جمهوریت د پرځېدو نښې چې ښکاره شوې، ډېری جنګسالارانو د خپلو چوکیو او مقامونو د ضایع کېدو له وېرې بیا وسلو ته لاس کړ؛ خو دا ځل افغان ولس چې دوی یې په ډیره ښه توګه پېژندلي وو، نو ورسره همکار نه و او دوی یې له طالبانو سره په جګړه کې یوازې پرېښودل.
اسماعیل خان هم د هرات د دیني علماوو او مشرانو د جګړې ضد سپارښتنو سره سره، وسلې ته لاس کړ او د طالبانو د پرله پسې پرمختګونو په وړاندې یې د مقاومت او مخالفت اعلان وکړ.
په زړه پورې دا وه چې اسماعیل خان د جمهوریت له فاسد او مزدور رژیم څخه دفاع، جهاد في سبیلالله باله او تر همدې شعار لاندې یې یو شمېر ناپوه ځوانان وغولول او وینې یې په هرات کې د خپل قدرت په لاره کې بې ځایه توی کړې.
بالاخره د ۱۴۰۰ کال د اسد پر ۲۱مه، د هرات تاریخي ښار د جمهوریت له ظلم او بې عدالتۍ خلاص او اسماعیل خان د سرپرست حکومت له لوري ونیول شو. خو څو ورځې وروسته د طالبانو د مشر د عمومي عفوې، د وینو نه تویېدنې او د جګړې په نه دوام د ټینګار له مخې، خوشي او د سرپرست حکومت تر بشپړ ملاتړ لاندې خپل کور ته ولېږدول شو.
خو اسماعیل خان ډیر ژر یو ځل بیا د خپل پخواني بادار یعني ایران غېږي ته وتښتېد، د سرپرست حکومت پر وړاندې د فعالیت نه کولو ژمنه یې ماته کړه، د سرپرست حکومت د مخالفینو په غونډو کې یې وخت ناوخت ګډون وکړ.
که څه هم د سرپرست حکومت پر ضد د مخالفتونو په لومړیو ورځو کې د اسماعیل خان رول غوښن و، خو په تېرو دوو کلونو کې دا بدنامه څهره یوه بې کاره مهره ګرځېدلې، اوس د استخباراتي قدرتونو او د افغانستان د دښمنانو له لوري ډېر لږ د وسیلې په توګه کارول کېږي.
دوام لري…
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.