اسماعیل خان؛ د لوېدیځ امیر که د فساد امیر؟
د جمهوریت په شل کلنه دوره کې ډېر هغه کسان چې ځانونه یې د پردیو په وړاندې د جهاد او مقاومت مشران بلل، نه يوازې د جهاد له آرمانونو یې واټن ونیو، بلکې د ملي شتمنیو د لوټ، نظامي، سیاسي او اقتصادي فساد اساسي لوبغاړي ترې جوړ شول.
هو، هماغه کسان چې د اسلام او خپلواکۍ په نوم یې میدان ته رادانګلي وو، خو د جمهوریت په مهال یې خپله نوې څهره وښوده؛ هغه څهره چې په حرص، قدرت غوښتنه، تمه او د خلکو پر وړاندې په بې رحمۍ کې لتاړه وه.
افغانستان په دې کلونو کې د غلو او لوټمارو د سیالیو په میدان بدل شوی و. واک نور د خدمت وسیله نه، بلکې د واک، شتمنۍ ټولولو او ملي شتمنیو د چور یوه لاره او ذریعه وه.
ډیر ولایتونه په ځانګړي ډول سرحدي او تجارتي ولایتونه د زورواکو، جنګ سالارانو او ځان غوښتونکو مشرانو په شخصي سیمو بدل شوي وو او د دې کسانو له ارادې پرته بل هېڅ قانون واک نه درلود.
له دې ډلې د هېواد په لویدیځ کې اسماعیل خان هغه څهره وه چې له خپل جهادی موقف څخه یې د خپل سیاسي، مالي او نظامي سلطنت د جوړولو لپاره ګټه پورته کړه.
د هرات، اسلام قلعه او تورغنډۍ ګمرکونه او د لوېدیځ طبیعي سرچینې، ټول د ده تر ولکې لاندې وو. همدا لامل و چې نوم یې له فساد، د ځمکو له غصب او اختلاس سره یو ځای، په عامه ذهنیت کې ثبت پاتې شو.
د فساد، چور او غلا اشر هغه یوازینۍ نکته وه چې د کورنیو جګړو تندلارې څهرې او جنګ سالاران یې سره راټول کړي وو؛ ترڅو په ګډه د هېواد د شتمنیو لوټ، د ملت په خپلواکۍ معاملې او د زرګونو شهیدانو د وینې بې قدره کولو ته په ګډه اوږه ورکړي؛ دا بدمرغه ټولګه د افغانستان د معاصر تاریخ د تر ټولو تورو څهرو، په ځانګړي ډول د اسماعیل خان د شتون شاهده وه.
کله چې اسماعیل خان په هرات واکمن و، د اسلام قلعه او تورغنډۍ ستر بندرونه هم د نوموړي په واک کې وو. نو طبیعي ده چې نوم یې د فساد په سر کې یادېږي؛ دې ته په کتو چې نوموړي له خپل منصب او مقام څخه په ناوړه استفاده د ملت له شتمنۍ هر څه اخیستل، دا هم لیرې نه ده چې د اسماعیل خان نوم د غلو او فسادیانو د لېست په سر کې ځای ولري.
په هغه وخت کې اسلام قلعه او تورغنډۍ د اسماعیل خان او د ده د نږدې کسانو د شخصي عوایدو په سرچینه بدل شوي وو. میلیاردونه افغانۍ له حساب او شفافیت پرته د ده او د ملاتړو جېبونو ته یې تللې. ګمرکونه یې په شخصي دوکانونو بدل شوي وو او هېچا هم د پوښتنې کولو جرأت نه درلود.
اسماعیل خان په داسې حال کې ځان مجاهد او امیر باله، چې د بیتالمال لوټ ته یې اشغالګر هم ګوته په غاښ وو. نوموړي له بندرونو څخه د ولس د خیر لپاره نه، بلکې د خپل قدرت او شتمنۍ د پیاوړتیا لپاره کار اخیست او د ولس هېڅ برخه پکې نه وه.
د جمهوریت په دوران کې، که څه هم مالي او اداري فساد خپل اوج ته رسېدلی و او ډېر کم به داسې څوک پیدا کېدل چې لمن یې له دې ککړتیا پاکه او د فساد پر ضد یې څه ویلي وي، بیا هم کله ناکله ځینو حکومتي څهرو، یا د شخصي دښمنیو له امله او یا د سیاسي سیالانو د لیرې کولو په موخه، د یو بل پټ رازونه افشا کول او د هغوی د فساد کارنامې یې افغان ولس ته برملا کولې.
د دولتي ځمکو غصب، له ملي بانک څخه د میلیونونو ډالرو اختلاس، د ګمرکاتو له عوایدو ناوړه استفاده او مشکوکې پانګونې، له هغو مهمو تورونو څخه وو چې عزیزالله لودین، د اداري فساد پر ضد د مبارزې د عالي ادارې مشر، په ۲۰۱۲ کال کې اسماعیل خان ته منسوب کړل؛ ددې لړۍ په راتلونکې برخه کې به دغه تورونه نور هم وڅېړو. انشاءالله
دوام لري…
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.