د نظار شوری مشر، د داخلي جګړو مطرح قوماندان، د شوروي ځواکونو پر ضد جنګيدونکی او بیرته ورسره د ګڼو معاملو درلودونکی، د افشارو د جګړې پر مهال د زرګونو بې ګناه خلکو قاتل، د نیابتي جګړو مخکښ او د افغانستان له مېشتو قومونو د جګړې لپاره ناوړه ګټه اخیستونکی؛ دا او دې ورته نور یو شمېر اوصاف دي چې د احمدشاه مسعود په اړه په تاریخ او حافظو کې ثبت دي او د نوموړي د مرموزې او مبهمې څهرې ښکارندویي کوي.
کله چې افغانستان د شوروي ځواکونو له خوا اشغال و، مسعود هم په ښکاره د شوروي ضد تنظیمونو یو فعال غړی و او هم یې په ورته مهال کې له شوروي ځواکونو او استخباراتي ادارو سره پټې او مبهمې اړیکې درلودې، له همدې کبله یې هغه مهال هم ځان وساته او هم یې د خپل ځان د مطرح کېدو او د اسلحو د پیدا کولو لپاره ډېره ګټه واخیسته. نوموړي د پټو او ښکاره معاملو په ترڅ کې له شوریانو څخه ډېرې وسلې ترلاسه کړې، چې بیا یې ټولې په پنجشیر دره او نورو هغو ولایتونو او سیمو کې خښې کړې چې د نوموړي نفوذي کسان پکې وو.
کله چې شوروي ځواکونه په افغانستان کې مات شول، ورسره جوخت خطرناکه کورنۍ جګړه پیل شوه، د دې جګړې یو مهم او اصلي لوبغاړی احمدشاه مسعود و، چې لا پخوا یې داسې یوې جګړې ته تیاری درلوده او په پراخه کچه اسلحه یې ورته ساتلې وه، نوموړي د همدې اسلحو ترڅنګ له شوروي اتحاد او جمهوریتونو، غرب، فرانسې، امریکا او انګلستان سره هم ډېر پټې اړیکې او معاملې درلودې چې له هغوی څخه د مرستو د ترلاسه کېدو په بدل کې دوی د پنجشېر، تخار او بدخشان قیمتي کانونه په واک کې ورکړي وو.
مسعود د داخلي جګړو پر مهال یو مطرح قوماندان و، چې د پلازمینې کابل ډېرې سیمې یې تر ولکې لاندې وې، د نظار شوری په نوم یې نظامي بنسټ جوړ کړی و، د کابل په ورانۍ او د کابل د اوسیدونکو په وژنو کې یې لوی لاس درلوده. نوموړی که څه هم د مجاهدینو د مؤقت حکومت پر مهال د دفاع وزیر و، خو د هغه موخه د ټول حکومت ترلاسه کول او نور تنظیمونه تر خپل لاس لاندې راوستل وو، چې همدا د واک حرص د کورنۍ جګړې له اصلي علتونو څخه بلل کېږي.
مسعود چې په لویه پیمانه روسۍ درنې وسلې، زغره وال ټانکونه، الوتکې او نور تجهیزات یې زېرمه کړي وو، پر کابل یې د راکټونو باران جوړ کړی و او په زرګونه کسان یې ووژل، چې تر ټولو مشهوره هغه یې د افشارو جګړه وه. په دې جګړه کې مسعود د کابل په افشارو سیمه کې زرګونه هزاره افغانان ووژل، د دوی کورونه، بازارونه او ټولې ابادۍ یې له خاورو سره ورته خاورې کړې.
د داخلي جګړو له پای او واک ته د طالبانو د تحریک له رسېدو سره جوخت، مسعود د یوې بلې جګړې لپاره تابیا ونیول او له بهرنیو هېوادونو څخه یې پروژه واخیسته، چې دا ځل به له طالبانو سره جګړه کوي، مسعود له طالبانو سره هم ډېرې جګړې وکړې، خو دا یې د ژوند وروستۍ جګړې وې او بالاخره په ۱۳۸۰ل کال کې د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې ووژل شو. د هغه له مرګ وروسته او کله چې پر افغانستان امریکا یرغل وکړ، د مسعود کورنۍ او په ټوله کې د نظار شوری له امریکایانو سره په څنګ کې ودرېده او د هغوی خدمت ته یې لبیک ووایه.
په افغانستان کې د امریکايي یرغل پر مهال د مسعود کورنۍ، د هغه ملګري او د نظار شوری غړي او قوماندان د امریکایانو او غرب تر ټولو نږدې متحدین وو، دوی هم له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې امریکایانو او غرب ته په هره برخه کې له اندازې ډېر خدمتونه وکړل، خپل افغانان یې د امریکا د ګټو لپاره قرباني کړل، د غرب د فرهنګي یرغل مخکښان همدوی وو او د دې ټولو کارونو په بدل کې یې سلګونه میلیونه ډالر، ملیشې، وسلې، زور او زر ترلاسه کول.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.