Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د یوې بلې ناکامې او قوم‌پالې تجربې پیل
    لیکني

    د یوې بلې ناکامې او قوم‌پالې تجربې پیل

    صابر افغانصابر افغان4 اگست 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د وروستیو څلورو لسیزو سیاسي بحرانونه له یو شمېر تکراري عواملو سرچینه اخلي، لکه قومي تجزیه، تنظیمي جګړې، د اقتدار تنده او تش په نوم ګوندونه. تازه راپورونه وایي، چې یو شمېر پخوانیو افغان سیاسيونو او چارواکو چې زیاتره یې د پخوانیو ناکامو حکومتونو پاتې شوني دي، د «ملي عدالت» تر نامه لاندې یو بل سیاسي ګوند اعلان کړی دی. دغه ګوند د ترکیې په استانبول کې د یوه هوټل په تالار کې اعلان شو، دا خپله د دې ښکارندویي کوي چې دا حرکت نه د خلکو له منځه را پورته شوی، نه ملي جرړې لري او نه هم د هېواد د واقعي اړتیاوو له مخې رامنځ ته شوی دی.

    که د عدالت ګوند جوړښت، مشرتابه او د ګډونوالو فهرست ته وګورو، نو دا یوه بله قومي ډله‌بندي ده، نه یو ملي حرکت. د ګوند مشر، مرستیالان او ګډونوال ټول د افغانستان د ترکمنو او ازبکو له منځه ټاکل شوي، چې پدې سره د قومي عدالت غوښتونکو د «عدالت» په نوم د عدالت ضد حرکت بنسټ اېښی دی. په داسې حال کې چې افغانستان له قومي وېش، تعصب او سیاسي انحصار څخه سخت کړېدلی، د داسې یو ګوند اعلان یوه بله ناکامه، ضعیفه او د خپل مشروعیت څخه بې‌برخې هڅه بلل کېدای شي.

    د دغه ګوند ډېری بنسټ‌ ايښودونکي هغه څهرې دي چې د پرځېدلي جمهوریت دورې له سقوط سره دوی هم له صحنې ووتل. د کابینې پخواني وزیران، پخواني سناتوران، سفیران او د ولسي جرګې پاتې‌شوني غړي، اوس بیا د عدالت خبرې کوي. خو د پوښتنې ځای دا دی: که چیرې دوی رښتینی عدالت غوښت، نو ولې یې هغه مهال د خپلو مقامونو له لوري دا عدالت تأمین نه کړ؟ که دوی واقعاً له ناپوهۍ سره مخالفت لري، نو ولې یې د خپلو واکمنیو پر مهال د تعلیمي نظام د فساد، تنظیمي تعصب او ګوندي مداخلې پر ضد غږ پورته نه کړ؟ دا ټولې نښې ښيي چې دا ګوند هم د محدودو اشخاصو د شخصي ګټو ژغورنې، حیثیت ساتنې او د پردیو پروژو د تطبیق لپاره جوړ شوی، نه د ملت د خیر لپاره.

    د عدالت تر نامه لاندې حرکت، له لومړۍ ورځې د یوه مشخص قومي رنګ استازیتوب کوي. دا ډول تحرکات چې له یوې مشخصې قومي ډلې څخه راپورته شي، نه یوازې دا چې ملي یووالی نه شي تضمینولای، بلکې د قومونو ترمنځ واټنونه لا زیاتوي. افغانان له همدې تجزیه‌پالو حرکتونو ځورېدلي؛ هر څوک د خپل قوم په نوم صحنې ته راځي، ځان ته د نمایندګۍ دعوه کوي، خو د اکثریت د دردونو پر وړاندې چوپ دي. عدالت هغه وخت معنی لري چې ټول قومونه، ټول اقشار او په مجموع کې ټول ملت ځان پکې وویني، نه دا چې د یوې سیمې یا قوم خصوصي پوښتنه او غوښتنه پکې وي.

    د افغانستان ملت نور د دې توان نه لري چې د پردیو د استخباراتي پروژو په چوکاټ کې د جوړو شویو او کمپاین‌محوره ګوندونو د اعلامیې قرباني شي. ملت له جګړې، مهاجرت، فقر، بې‌عدالتیو او سیاسي سوداگرۍ ستړی شوی. د عدالت، اقتصاد، ورورولۍ او پوهې خبرې هغه وخت ارزښت لري چې دا خبرې له عمل، قربانۍ او ملي نیت سره یو ځای شي. خو دلته بیا هم هغه پخواني څهرې دي، پخواني شعارونه دي او هماغه شړېدلي پخواني جوړښتونه. یوازې نوم بدل شوی، نور هر څه هماغه مخکني دي.

    افغانستان یو داسې سیاسي تجدید ته اړتیا لري چې له هر ډول قومي، ژبني، تنظیمي او سمتي تعصب څخه پاک وي. دا وطن د اسلامي مفکورې، نظریې، وجدان او اصولو له مخې یوازې قوي مرکزي حکومت ته اړتیا لري، نه د تنظیمي پاتې شونو نویو نندارو ته. عدالت ګوند باید زده کړي چې عدالت له شفافیت، شایستګي او ملي شمولیت سره راځي، نه له قوم‌پالنې، فرصت‌طلبۍ او تنظیمي سرلیکونو سره. په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د جوړو شویو ورته ګوندونو او ډلو ټپلو یو په بل پسې ړنګېدل د همدې خبرې ښکاره ثبوت کېدلی شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد اقتصاد وزارت سرپرست د اندونیزیا له شارژدافیر سره پر اقتصادي مسایلو خبرې کړي
    راتلونکي مقاله له پېښو سره د چمتووالي ملي ادارې او اکټیډ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

    مربوطه لیکنې

    جنسیتي تبعیض؛ د افغانستان له واقعیت څخه لرې او جعلي روایت

    1 اگست 2025

    1 اگست 2025

    جنسیتي تبعیض؛ د افغانستان له واقعیت څخه لرې او جعلي روایت

    1 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 4 اگست 2025

    د اسرائيلو شاوخوا ۶۰۰ پخوانیو امنیتي او نظامي چارواکو، د غزې جګړې د درولو غوښتنه کړې

    د اسرائيلو د اورشليم پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې شاوخوا ۶۰۰ لوړپوړو چارواکو چې…

    د فلسطین روغتیا وزارت: غزه کې د شهید شویو فلسطیني ماشومانو شمېر تر ۱۸ زره تنو واوښت

    4 اگست 2025

    د کډوالۍ نړیواله اداره: د یمن په اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې نږدې ۷۰ افریقایي کډوال مړه شوي

    4 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اسرائيلو شاوخوا ۶۰۰ پخوانیو امنیتي او نظامي چارواکو، د غزې جګړې د درولو غوښتنه کړې

    4 اگست 2025

    د فلسطین روغتیا وزارت: غزه کې د شهید شویو فلسطیني ماشومانو شمېر تر ۱۸ زره تنو واوښت

    4 اگست 2025

    د کډوالۍ نړیواله اداره: د یمن په اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې نږدې ۷۰ افریقایي کډوال مړه شوي

    4 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،994 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،930 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،941 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.