د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۲۱شهید افتاب فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۲۵۰تنه منسوبین له درې میاشتنیو پوځي، تکتیکي او عقیدوي زدهکړو فارغ شول.
د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې ویاند، عاصم ملنګ هندوکشغږ ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د جګړهییزو ګډو زده کړو قومانداني قوماندان، د ۲۲۱ شهید آفتابؒ فرقې مرستیال او ګڼ شمېر نورو مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی و.
د جګړه ییزو ګډو زدهکړو قومندان مولوي نصیب الله مدني له تازه فارغانو غوښتي تر څو تر لاسه کړې زدهکړې د عمل به ډګر کې ثابتې کړي.
