د ۳۱۳ مرکزي قول اردو رسنیز دفتر وایي، د دې قول اردو اړوند د سروبي درېیمې پلې لواء ۱۰ تنو سرتېرو د دافع هوا دستګاﻩ له مسلکي زده کړو فارغ شول.

سرچینې زیاته کړې چې دغو سرتېرو ته د «ZU-23» دستګاه په برخه کې د یوې میاشتې په مخه روزنه ورکړل شوې.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د اسلامي ملي اردو د نورو قول اردوګانو او جزوتامونو لسګونه سرتېرو هم په دې برخه کې زده‌کړې تر لاسه کړي او هوایي دفاع ته چمتو شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version