Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»رئيس الورزاء: د روژې په مياشت کې بايد د بېوزلو لاسنيوی وشي
    افغانستان

    رئيس الورزاء: د روژې په مياشت کې بايد د بېوزلو لاسنيوی وشي

    صابر افغانصابر افغان11 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغان حکومت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په یوه پیغام کې له چارواکو، سوداګرو او هېوادوالو غوښتي، چې د بېوزلو، طبیعي پېښو ځپلو او په ځانګړې توګه له کډوالۍ تازه راستنو شویو افغانانو لاسنیوی وکړي.

    نوموړي له سوداګرو غوښتي، چې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بیې لوړې نه کړي او مسوولین دې د نرخونو راټیټولو په موخه جدي څارنه وکړي.

    هغه یو ځل بیا پر نړۍوالو غږ وکړ، چې د روژې په دغه مبارکه میاشت کې فلسطین هېر نه کړي او د غزې د اوسېدونکو ملاتړ دې وکړي.

    د رییس الوزرا په وینا که څوک د غزې اوسېدونکو ته رښتینې هڅې نه کوي، هغه د اسراییلو جرمي شریکان دي.

    بل لور ته يو شمېر هېوادوالو د افغان حکومت د رئيس الوزراء هر اړخيز پيغام د هرکلي ترڅنګ وايي، چې دا اړينه ده، چې د بې وزلو او غريبو لاسنيوی وشي.

    ذبيح الله ناصح وايي، چې روژه د مغفرت، رحمت او له اور څخه د بچ کېدو مياشت ده؛ نو پکار ده، هر افغان د خپل وس مطابق د بل غريب او بې وزله افغان لاسنيوی وکړي.

    یو بل تن هېوادوال محمد کريم بيا په هټيوالو او سوداګرو غږ کړی، چې د روژې مبارکې مياشتې په پار دې، خوراکي توکو په بيو کې کمښت راولي، نه دا چې د خوراکي او غير خوراکي لومړنيو توکو بيې لوړې کړي.

    هغه زياته کړه: (( د تېرو کلونو په روژو کې په ښارونو کې د خوراکي او غير خوراکي توکو بيې لوړې شوې وې، اوس هم وېره شته چې د خوراکي او غيرې خوراکي توکو بيې به لوړې شي، پکار ده، چې اړوندې ادارې نرخونه کنترول کړي، هټيوال او سوداګر هم بايد انصاف وکړي)

    د افغان حکومت رئيس الوزراء هم په خپل پيغام کې، چې له ملي راډيو تلويزيون څخه نشر شو، مسولینو ته د نرخونو د کنترول په موخه پکې سپارښتنې کړي دي.

    مخکینۍ مقالهفلسطین: په غزه کې ۲۵ تنو د خوارځواکۍ او د اوبو د کمښت له امله ژوند له لاسه ورکړی
    راتلونکي مقاله په غزه کې د اوربند د رامنځ ته کېدو په موخه د امریکا هڅې زیاتې شوي

    مربوطه لیکنې

    د کندز قلعه‌ذال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون لاسلیک شو

    10 مې 2026

    پوهنې وزارت د هېواد په ټولو ولایتونو کې نمونوي ښوونځي جوړوي

    10 مې 2026

    تېره ورځ نږدې ۱۲۰۰ راستنو شویو کورنیو ته هستوګنیځې نومرې وېشل شوي

    10 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 11 مې 2026

    د جبهاتو ازدحام د ښه راتلونکي که د ناکامۍ نښه ده؟

    په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته هغه څېرې چې په واک کې وې…

    ټرمپ وایي د امریکا سولې طرحې ته د ایران ځواب ورته د منلو نه‌دی

    11 مې 2026

    د ايران پوځ خبرداری ورکړی چې پر دوی د بنديزونو پلي کوونکي هېوادونه به هرمز تنګي کې له ستونزو سره مخ کړي

    10 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د جبهاتو ازدحام د ښه راتلونکي که د ناکامۍ نښه ده؟

    11 مې 2026

    ټرمپ وایي د امریکا سولې طرحې ته د ایران ځواب ورته د منلو نه‌دی

    11 مې 2026

    د ايران پوځ خبرداری ورکړی چې پر دوی د بنديزونو پلي کوونکي هېوادونه به هرمز تنګي کې له ستونزو سره مخ کړي

    10 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،098 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،201 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.