امریکا کې د وسلهوالو بریدونو د ثبت یوې ادارې ویلي، چې روان ۲۰۲۵ کال دغه هېواد کې ۳۹۰ وسلهوال بریدونه ثبت شوي، چې له امله یې ۳۲۵ تنه وژل شوي او ۱۷۵۰ نور ټپیان شوي دي.
راپور زیاتوي، دا لړۍ له ۲۰۲۰م کال کې د کرونا وبا له خپرېدو سره چټکه شوې او تر اوسه دوام لري.
تېر کال امریکا کې ۵۰۴ وسلهوال بریدونه ثبت شوي وو.
د یادې ادارې معلومات ښيي چې د امریکا د پلازمېنې په ګډون په ۴۴ ایالتونو کې د ډزو پېښې (وسلهوال بریدونه) ورځ تر بلې زیاتېږي.
