د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي د کابل ښار زړو مکروریانو د اسان خدمت څانګې د روان ۱۴۰۴ کال له پیله تر اوسه ۳ زره او ۹۰۷ کسانو ته د بهرنیو چارو وزارت اړوند قونسلي خدمتونه وړاندې کړي دي.

سرچينه وايي د دې تر څنګ په یاد مرکز کې ۲۲ زره او ۷۳۳ نوې الکترونیکي تذکرې، ۵ زره او ۷۱۴ زېږون کارتونه او همدارنګه ۳ زره او ۴۲۵ کسانو ته د الکترونیکي تذکرو تر وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

د معلوماتو له مخې یاد مرکز ته په ورځني ډول شاوخوا ۱۰۰۰ غوښتونکي د الکترونیکي تذکرو، زېږون کارتونو او قونسلي خدمتونو د ترلاسه‌کولو په موخه مراجعه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version