د روزگان د کرنې ریاست وايي، په ټولو موسمونو کې سابه او ترکاریو ته د خلکو د لاسرسي، د موسمي تولیداتو زیاتوالی او په بازارونو کې د کرنیزو حاصلاتو د ډېرښت په پار په دې ولایت کې شنې خونې جوړې شوي دي.
د یاد ریاست د مسوولینو په خخبره، په روزگان کې له شنو خونو څخه ډول ـ ډول سابه راټولېږي او د دې ولایت په هټیو کې پلور ته وړاندې کېږي.: «د کرنې وزارت د پرمختیایي برنامو او پروژو له لارې په دې ولایت کې د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو او د سبو او ترکاریو د کرکېلي د نویو لارو چارو دودولو په پار د روزگان په کچه لویې او کوچنۍ شنې خونې جوړې شوي دي، په یوه کال کې دوه فصله ورکوي، چې تر ډېره پکې بادرنگ او رومي بانجان کرل کېږي.»
له تېرو څو ورځو راهیسې سابه لکه بادرنگ او رومیان چې د روزگان په شنو خونو کې راټوکېدلي او په دې موسم کې یې حاصل د ښار په نږدې ټولو هټیو کې ليدل کېږي، چې په دغو شنو خونو کې لسگونه کسان په کار بوخت دي.
د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د هېواد په ډېرو ولایتونو کې زرگونه شنې خونې جوړې شوې، چې هر کال ترې ټنونه حاصلات راټولېږي.