د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په روزگان کې یې ۲۰۰ یتیمو او بېسرپرسته نجونو او هلکانو د روزنې، پالنې او ساتنې لپاره یو روزنتون جوړ او گټې اخیستنې ته یې سپارلی دی.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خپرپاڼه کې ویل شوي، په یاد روزنتون کې د ماشومانو لپاره ټولنې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د روزگان والي عنایت الله شجاع د یاد روزنتون د پرانیستې پر مهال ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د هېواد په کچه د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ملاتړ او د دوی ښوونې او روزنې ته ژمن دی او تل یې هڅه کړې تر څو د ټولنې دې قشر ته د اسانتیاوو په برابرولو کې له خپلو امکاناتو څخه په گټه اخیستنې د ښه ژوندانه اسانتیاوې برابرې کړي.
د روزگان د کار او ټولنیزو چارو رئیس گلاغا اتل ویلي، په دغه روزنتون کې به ۲۰۰ تنو یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ته د ښوونې او روزنې، اعاشې، اباتې، د لیلې امکاناتو او روغتیا برخو کې اسانتیاوې برابرې شي او دوی به د ځانگړي نصاب مطابق د عصري او دیني زدهکړو زمینه برابره شي.
اوسمهال د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر چتر لاندې د هېواد په گڼو ولایتونو کې روزنتونونه فعال دي، چې زرگونه ماشومان پکې دیني او عصري زده کړې کوي.
په افغانستان کې د اوږدې جگړې له امله سلگونه زره ماشومان یتیمان او بېسرپرسته دي، چې گڼ یې له زده کړو بېبرخې دي.