روېټرز خبري اژانس رپور ورکړی، چې د روسیې له‌خوا پر اوکراین توغول شویو یو شمېر ډرونونو د بریدونو پر مهال د پولنډ هوایي حریم نقض کړی.

سمدستي د پولنډ حکومت د دغه هېواد هوایي حریم ته د بې پیلوټه الوتکو د ننوتلو له امله د وارسا چوپین په ګډون څلور هوايي ډګرونه تړلي.

راپور زیاتوي، له یاد ګواښ سره د مقابلې لپاره د پولنډ او ناټو جیټ الوتکې هوا ته پورته شوي.

ورته مهال د پولنډ پوځ ادعا کړې، چې دوی څو روسي بې پیلوټه الوتکې ویشتلې هم دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال دیمیتري مدودوف ویلي وو، چې پولنډ د مسکو پر وړاندې د دښمنۍ لار غوره کړې، او ورو ورو د روسیې پر وړاندې جګړې ته چمتو کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version