د روسیې د فدراسیون شوری مرستیال ګنستانتین کساچیف د جرمونو نړیوالې محکمې له‌خوا د ا.ا د رهبر او قاضي القضات د نیولو حکم ناعادلانه او دوه‌ګونی چلند بللی.

نوموړي ویلي، چې دغې محکمې افغانستان کې د لویدیځ له لوري جنګي جرمونه له پامه غورځولي او په خبره یې: «کلي، ښوونځي او روغتونونه په بشپړه توګه ویجاړ کړای شوي، ښځې او ماشومان وژل شوي خو د هیڅ چا د نیولو حکم نه دی صادر شوی.»

د جرمونو نړۍوالې محکمې څو ورځې وړاندې د افغانستان سرپرست حکومت د مشرتابه او قاضي القضات د نیولو حکم صادر کړ، چې د سرپرست حکومت له توند غبرګون سره مخ شو.

د سرپرست حکومت مرکزي ویاند د یادې محکمې پرېکړې ته په غبرګون کې وویل، چې په دې نوم کومه محکمه په رسمیت نه‌پېژني او نه ورته په ارزښت قایل دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version