د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اقلیم په برخه کې د روسيې ولسمشر له سلاکار او ځانګړي استازي روسلان ادلګریف سره لیدلي دي.په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ په اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې شوي.د اقتصادي معاونیت د اعلامیې له مخې، دواړو لورو په افغانستان کې د روسي پانګوالو په پانګونې، د اقلیم په برخه کې په ګډې همکارۍ او د دواړو هېوادونو تر منځ په سیاسي اړیکو خبرې کړي دي.ادلګریف ویلي، ډیری روسي پانګوال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتو دي.سرپرست حکومت د خپلې اقتصاد محوره پالیسۍ پر بنسټ غواړي چې افغانستان کې بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړي او د دې لپاره يې د سرتاسري امنیت راوستو په ګډون بېشمېره ګامونه پورته کړي دي.