Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»پر غزه د اسرائیلو سخته بمباري لا هم روانه ده
    منځنی ختیځ

    پر غزه د اسرائیلو سخته بمباري لا هم روانه ده

    صابر افغانصابر افغان12 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې ویلي، په رفح ښار د اسرائیلو له لوري سخته بمباري لا هم روانه ده، چې له امله یې گڼو ملکي خلکو ته پکې مرگ‌ژوبله اوښتې ده.د رفح ښار ځايي خلک وايي، د دغه ښار په شمال او مرکز کې د شپې په اوږدو کې اسرائیلو لسگونه هوايي بریدونه کړي، چې گڼ ملکیان یې پکې زیانمن کړي دي.د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، یوازې په بېگانیو بریدونو کې ۵۲ تنه وژل شوي، چې گڼ یې ماشومان او ښځې دي.تر دې مهاله د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د غزې ۲۸۱۰۰ تنه مړه شوي او ۶۷۵۰۰ تنه ټپیان شوي دي.د تېر اکټوبر میاشتې له اوومې راهیسې چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ نښتې پیل شوي، رفح ښار ته ډېری خلک کوچېدلي دي او اوسمهال پکې یو نیم مېلیون انسانانو پناه اخیستې ده؛ خو اسرائیلو اوس پر دغه ښار خپله بمباري روانه ساتلې ده.په غزه کې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو ادارې وايي، په غزه کې بشري ناورین دی او خلک یې اوس هېڅ خوندي پناه ځای نه لري.رفح ښار یوازې له مصر سره نښتې پوله لري، خو مصري حکومت هم دغه پوله د غزې خلکو پرمخ تړلې ده او مصر ته د ورتگ اجازه نه ورکوي.په غزه کې اوسمهال خوراکي توکي ختم شوي، خلک یې د څښاک اوبه نه لري، په روغتونونو کې درمل خلاص شوي او ډېری ټپیان د بې‌هوښۍ پرته عملیات کېږي.الجزیرې تلوېزن نن یوه داسې ویډیو خپره کړې، چې د غزې خلک هغه خواړه خوري چې مخکې یې خپلو څارویو ته ورکول.ملگري ملتونه، د بشري حقونو نړیواله اداره، سور صلیب، د اسلامي هېوادونو سازمان او ټوله نړۍ د غزې مظلومیت ته گوري، خو پر وړاندې یې کوم اقدام نه کوي.

    مخکینۍ مقالهروسیه: پانګوال مو افغانستان کې پانګونې ته چمتو دي
    راتلونکي مقاله کابل کې د ځمکې لاندې د اوبو سرچینو د تغذیې په موخه ۱۲۰۰ څاه‌گانې کېندل شوي

    مربوطه لیکنې

    د غزې فلم جوړونکو ته د اسرائیلو د تابعیت لغوه کېدو ګواښ شوی

    14 سپتمبر 2026

    امریکا د ملکي الوتنو له لارې اسرائیلو ته پوځي تجهیزات لېږدوي

    12 سپتمبر 2026

    د خان‌یونس د القسام لواء قوماندان محمد الیازوري د اسرائیلي رژیم په برید کې شهید شوی

    11 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سل ثانیې خبر 14 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    ورځ او نېټه: دوشنبه، ١۴۰٥/٦/٢٣ھ‌ش.#هندوکش‌غږ

    د نن دوشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٣ مه.#هندوکش‌غږ

    14 سپتمبر 2026

    کندهار کې د ۲۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د مسافر وړونکي ترمینل د نویو تاسیساتو پروژه پیل شوه

    14 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    14 سپتمبر 2026

    د نن دوشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٣ مه.#هندوکش‌غږ

    14 سپتمبر 2026

    کندهار کې د ۲۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د مسافر وړونکي ترمینل د نویو تاسیساتو پروژه پیل شوه

    14 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،255 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.