د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغان پلاوي په ګډون د نووسکي نړیوال چاپېریالي کانګرس د روسیې په سن‌پترزبورګ ښار کې د ګڼ شمېر هېوادونو د استازو، کارپوهانو او مسؤولینو په ګډون پای ته رسېدلی.

د خبرپاڼې له‌مخې، یاد کانګرس د څو ورځو په مخه دوام کړی، چې په کې د اقلیمي بدلون، چاپېریالي ګواښونو، طبیعي زېرمو د مدیریت او د نوي کېدونکو انرژیو پراخوالي په اړه تفصیلي بحثونه شوي.

د خبرپاڼې پر دوام راغلي چې، افغان پلاوي د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ په دې نړیواله غونډه کې ګډون کړی دی.

د افغانستان د حکومت پلاوي ګډون نه یوازې دا وښوده چې افغانستان د سیمه‌ییزو او نړیوالو چاپېریالي مسئلو په اړه ژوره پاملرنه لري، بلکې دا یې هم څرګنده کړه چې اسلامي امارت غواړي له نړیوالو سره د چاپېریال ساتنې، اقلیمي ثبات او پایداره پرمختګ په برخو کې همکاري وکړي.

د کانګرس ګډونوالو په دې غونډه کې د افغان پلاوي حضور ارزښتناک بللی او د افغانستان د چاپېریال ساتنې په برخه کې د نړیوالو مرستو او تجربو د انتقال لپاره د ګډ کار غوښتنه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version