د سرپرست حکومت د مخالفو ډلو او ګوندونو ترمنځ اختلافات او کشمکشونه یو معمول امر دی او دا د جمهوریت له سقوط راهیسې نه، بلکې د دې ډلو له ناوړه پیدایښت راهیسې، په ټولو دورو کې شتون لري او هره ورځ نور هم ژور کېږي.
خو په تېرو څو ورځو کې، په لویدیځو او ګاونډیو هیوادونو کې د نوي بادار په لټون کې د دې ډلو له اوږدې سرګردانۍ وروسته، دا اختلافات د دوی جعلي جبهو او ګوندونو ته هم سرایت کړی او د دوی د مشرانو ترمنځ د لفظي او سیاسي شخړو اور بل شوی دی؛ داسې چې هر یو بل د خیانت، جاسوسۍ او له بهرنیانو سره په پټو معاملو تورنوي.
پر احمد مسعود د جاسوسۍ تور شاید د ځینو لپاره نوې موضوع نه وي، خو دا چې له مقاومت جبهې څخه یو کس پرې د جاسوسۍ تور پورې کوي، په روښانه توګه د جبهې دننه د اختلافاتو او کشمکشونو ژورتیا ښیي.
دا تورونه وروسته له هغه زیات شول چې احمد مسعود ایران ته سفر وکړ او له پاکستان سره یې اړیکې پیاوړې کړې، چې دې کړنو د مقاومت جبهې د پلویانو ترمنځ د نارضایتۍ څپې په څرګنده توګه زیاتې کړې.
خو د احمد مسعود له ایراني او پاکستاني حکومتونو سره د دې تګ راتګ او اړیکو حقیقت څه دی؟ ایا واقعاً دا اړیکې د ملي ګټو لپاره دي لکه څنګه چې ادعا کېږي، که دا چې د پردې شاته د شخصي موقف د ساتلو او بهرني ملاتړ ترلاسه کولو لپاره پټې معاملې روانې دي؟
د احمد مسعود او د هغه د همفکرانو په توره کارنامه کې په لږ فکر سره، په ښه توګه پوهیدلی شو چې دا لیدنې د خلکو او هېواد د ګټو لپاره نه، بلکې د دوی د فردي موقف د پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي او په دې توګه غواړي چې افغانستان ته د واکمنۍ لپاره د هیلو یوه کړکۍ پرانیزي.
په دې لاره کې، دوی ته مهمه نه ده چې کوم قیمت پرې کوي؛ که اړتیا وي جاسوسي کوي، چمتو دي چې د هیواد یوه برخه یا حتی ټول یې معامله کړي، د بهرنیو هیوادونو غلامي ومني او هغه لږ آبرو او اعتبار چې ورته پاتې دی، د خپلو پلرونو په څېر یې د سیاست په بازار کې حراج کړي؛ ځکه د دوی په نظر، هرڅه د دوی ناپاکو هیلو ته د رسیدو وسیله ده، حتی که دا هدف د ملي عزت د له منځه وړلو او د زرګونو شهیدانو پر وینو باندې د پښې په ایښودلو سره پای ته ورسیږي.
د جمهوریت په وخت کې، کله چې خلکو د اشغال تر سیوري لاندې ژوند کاوه او هره ورځ یې د مختلفو جنایاتو شاهدان وو، د دوی هیله هغو کسانو ته وه چې د اشغالګرو په وړاندې ودریږي؛ په داسې حال کې چې احمد مسعود او د هغه همفکرانو، د خلکو د ملاتړ په اړه د خپلو عوام غولونکو شعارونو پر خلاف، نه تنها چې هیڅ اقدام ونه کړ، بلکې په بې شرمۍ سره د اشغالګرو ترڅنګ ودرېدل، نه د دوی په وړاندې.
احمد مسعود او کورنۍ یې د جمهوریت د پیل راهیسې، د خلکو د خدمت پر ځای، د چوکۍ، ډالرو او د بهرنیو سفارتخانو د جلبولو په لټه کې وو.
د احمدشاه مسعود بنسټ هم، په ظاهره یو کلتوري او خیریه بنسټ و، خو عملاً د دوی په شخصي هټۍ بدل شوی و؛ یو داسې ځای چې میلیونونه ډالر بهرنۍ مرستې او دولتي بودیجه، د خلکو او د شهیدانو د پاتې کسانو لپاره د رسیدګۍ پرځای، د تفریحي سفرونو، لوکس ژوند او په بهر کې د دوی د بانکي حسابونو ډکولو لپاره مصرف کیده.
د مسعود اطرافیانو هم په دولتي ادارو کې د پراخ نفوذ له لارې، د واسطې، رشوت او د عمومي ملکیتونو د غصب له لارې، له فساد او ظلم پرته بل څه خلکو ته نه دي ورکړي.
له سیاسي پلوه هم احمد مسعود هیڅکله د ملت ارمانونو ته وفادار پاتې نه شو؛ هغه چې تل یې د مقاومت او د خلکو د ملاتړ په شعار سره تظاهر کاوه، په حقیقت کې د پردې ترشا له بهرنیانو سره د خپل موقف د ساتلو لپاره په معامله کې بوخت و.
لکه څنګه چې تمه کیده د جمهوریت له سقوط وروسته، نه یواځې د هېواد د بیا رغونې لپاره د خلکو ترڅنګ ونه درېد، بلکې بهرنیو هېوادونو ته لاړ او له هغه وخت راهیسې، د دې ملت د دښمنانو د ملاتړ جلبولو په هڅه کې، له یو هېواد څخه بل هیواد ته سرګردان او حیران ځي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.