رويټرز راپور ورکړی، چې د روسيې او اوکراين ولسمشرانو د روسیې د «بریا ورځې» د نمانځنې په درشل دوه ورځنی اوربند اعلان کړی دی.
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين ویلي، چې د مې په ۸مه او ۹مه به اوربند نافذ وي او له اوکراین یې هم د ورته اقدام غوښتنه کړې ده.
نوموړي خبرداری ورکړی، که اوکراین اوربند مات کړي، پر پلازمېنه کييف به پراخ توغندیز برید ترسره شي.
بل لور ته، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلينسکي اعلان کړی، چې هېواد به یې د مې له ۵مې تر ۶مې پورې خپل اوربند عملي کړي.
