فاکس نیوز د ډونالډ ټرمپ له قوله ویلي، چې متحده ایالات به په هرمز تنګي کې د هغو بې طرفه بهرنیو کښتیو (بېړیو) په خلاصولو کې مرسته پیل کړي چې هلته بندې پاتې دي.
نوموړي دا عملیات د ازادۍ پروژه (Project Freedom) وبلل او وې ویل چې دا به د دوشنبې په سهار پیل شي.
د ټرمپ د ياد اقدام په ځواب کې د ایران د ملي امنیت کمېسون مشر د ټرمپ دا اقدام د اوربند د نقض هڅه بللې او د ایران لخوا یې د جدي غبرګون خبرداری ورکړی.
