ټاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د امریکا د ملي امنیت ستراتېژۍ بدلون چې روسیه پکې د «مستقیم ګواښ» په توګه نه ده یاد شوې، یو مثبت ګام بللی دی.
پیسکوف ویلي، د ټرمپ د ادارې هغه پېغامونه چې د روسیې او امریکا د اړیکو په اړه استول کېږي، د تېرو ادارو له تګلارو سره توپیر لري.
روسیې همدا راز ويلي، چې مسکو به د امریکا نوې ملي امنیتي ستراتیژي په تفصیل سره وڅېړي او په دقت به تحلیل کړي.
ټاس اژانس همدا راز ليکلي، چې دغه ستراتیژي کې روسیه د «مستقیم ګواښ» په توګه نه ده یاده شوې او پر ځای یې له مسکو سره د ستراتېژیک ثبات په برخه کې د همکارۍ غوښتنه شوې ده.
ياده دې وي، چې امريکا پرون خپله نوې امنيتي ستراتيژي اعلان کړه چې پکې یې په نورو هېوادونو کې د مداخلې او جګړې پرځای پر خپل کورني امنيت تمرکز کړی دی.
