د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، نن پنجشنبه د روسیې د ملي شوری “دوما” استازو په متفقه توګه له شمالي کوریا سره د هراړخیزه ستراتیژیکو همکاریو تړون تصویب کړ.

ولادیمیر پوتین او کیم جونګ اون د روان کال د جون میاشتې په وروستیو کې دغه تړون لاسلیک کړی و. د دې تړون له تصویب وروسته د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ د هراړخیزه ستراتیژیکو همکاریو تړون به سر له نن څخه عملي شي.

دا تړون په داسې حال کې تصویبېږي چې د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د اوکراین په جګړه کې د پوځي همکاریو راپورونه رسنیز شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version