د شمالي کوریا دولتي رسنۍ راپور ورکړی، چې د دې هېواد مشر کیم جونګ اون ویلي، هېواد به یې د روسیې له پالیسیو ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي دغه راز له مسکو سره د نظامي اړیکو پر پیاوړي کولو هم ټينګار کړی دی.
شنونکي د دواړو هېوادونو تودو اړیکو ته په کتو وايي، داسې ښکاري چې دا ډول همکاري به د اوکراین له جګړې هاخوا هم دوام ومومي.
شمالي کوریا همدا مهال له روسیې سره پراخې نظامي او سياسي همکارۍ لري او د اوکراین جګړې په لومړۍ کرښه کې یې شاوخوا ۳۰۰۰ سرتېري جګړه کوي.
