زه غواړم د هغو کسانو لپاره یوه مسله روښانه کړم، چې سیاسي صحنه تعقیبوي: څارونکي باید پخواني توپیرونه له اوسنیو پېښو څخه جلا کړي، ځکه چې هرڅوک د لوېدیځ او ختیځ تر منځ په راتلونکي جګړه کې خپل اتحادونه بیا تنظیموي.

دغه نوې ستراتیژي د هغې نوې نړۍوالې لوبې برخه ده، چې چین، مرکزي اسیا، روس او ایران ته ورڅېرمه سیمو کې د یوه پراخ او لوی بلاک د منځ ته راوستلو لپاره جوړه شوې ده.

روسیه، چین، شمالی کوریا او ایران اوس په ګډه په اوکراین کې د امریکا او ناټو پرضد جنګېږي، چین د شمالي کوریا له لارې روسیې ته وسلې او نظامي تجهیزات رسوي.

دا د چین او روسیې دویمه غوښتنه ده، چې د پخلاینې د ترلاسه کولو لپاره له محمود عباس څخه د نظامي ملاتړ په شمول بشپړ ملاتړ لاسته کړي … د روسیې او چین استخباراتو د لوېدیځ نړۍوال قانون ته د دوی ژمنتیا ښودلې، ترڅو د لوېدیځ پر وړاندې یو بشپړ استدلال رامینځته کړي او د لوېدیځ تسلط او د هغې مفکورې ناکامې ثابتې کړي.

له همدې امله يې د فلسطيني ادارې «استازي» راوغوښتل او له «محمد عباس» څخه يې وغوښتل چې د ملي يووالي په خاطر، چې چين او روسيه به پکې پوره ملاتړ وکړي، د بشپړې پخلاينې غوښتنه وکړه.

محمود عباس انکار وکړ؛ له همدې امله روسیې اسماعیل هنیه راوغوښت او د ملي ازادۍ غورځنګ ته یې په شور او شوق لېوالتیا ښکاره کړه، تر څو په دې اساس لږ تر لږه له روسیې څخه ملاتړ وشي.

د چین دویمه غوښتنه څو ورځې مخکې د مدیترانې په سمندرګي کې، د پراخه تاوتریخوالي د مخنیوي او د مشروع حضور لرلو په خاطر … محمود عباس بیا د “قانون تر پوښښ” لاندې د نظامي ملاتړ له ورکولو څخه انکار وکړ، ځکه چې چین او روسیه غواړي د لوېدیځ له هغه قانون سره مقابله وکړي، چې دوی پرې تکیه کوي، او هېوادونه تر بندیزونو لاندې راولي.

بلاروس هېواد هم غربي هېوادونو ته اخطار ورکړی، وايي: که چېرې زموږ د هېواد استقلال په خطر کې شو، له اټومي وسلو څخه به استفاده وکړو.

یادؤنه: بلاروس د روسيې نږدې متحد هېواد دی، څو میاشتې مخکې روسيې اټومي اسلحې پکې نصب کړې.

غرب کوښښ کوي ترڅو د نیابتي ډلو پر مټ د چین او روس د اقتصادي او سیاسي پياوړتیا مخه ونیسي.

د پاکستان په روان کشمکش کې، عمران خان ته سزاء هم روس ته په سفر ورکړل شوه، تر څو پاکستان هېواد له روس سره متحد نه شي.

د غرب پر وړاندې شرقي بلاک مخ پر قوي کېدو او جوړېدو دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version