Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»ریچارډ بینېټ؛ حقیقت موندونکی که د زهرجنو تبلیغاتو سرلاری؟!
    لیکني

    ریچارډ بینېټ؛ حقیقت موندونکی که د زهرجنو تبلیغاتو سرلاری؟!

    صابر افغانصابر افغان3 مارچ 2024څرگندونې نشته9 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عادل افغان

    د بشري وضعیت په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ ويلي، د طالبانو تر کنټرول لاندې په افغانستان کې له تېرې سپټمبر میاشتې راهیسې د بشري حقونو برخه کې بدلون نه دی راغلی. په دې تړاو د نوموړي خبرې د افغانستان په اړه د نړیوالو مطبوعاتو سرټکی ګرځېدلي دي.

    نوموړي چې په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۵ پړاو په نهمه غونډه کې خبرې کولې، وویل، له ښځو سره د طالبانو د دوه ګوني چلند مسئله باید نه یوازې په نړیواله جنايي محکمه، بلکې په نورو هغو محکمو کې هم تعقیب شي چې د بشر حقونو د نقض اړوند قضیې پکې فیصله کېږي.

    هغه وویل، طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې دوه ګونی چلند سیستماتیک کړی او هغه څه چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان دي، کېدای شي جنسیتي اپارتاید وبلل شي. بينېټ زیاته کړه، په تېرو څو میاشتو کې د طالبانو حکومت د «بدحجابۍ» په پلمه ښځې بندیانې کړې وې، چې بیا یې د کورنۍ د نارینه غړو په ضمانت بېرته ازادې کړې دي.

    د هغه په خبره، د طالبانو حکومت چارواکي د خپل رهبر ملا هیبت الله اخوندزاده د عمومي عفوې فرمان پلي کېدو ته هم ژمن نه دي او ډېر ځلونه یې ترې سرغړونه کړې ده. د بینېټ په خبره، په افغانستان کې ډېر خلک داسې احساسوي، چې تر پخوا زیانمنونوکي شوي او چارواکي ور سره ناعادلانه چلند کوي، په ځانګړي ډول کله د ځمکو پر سر اختلافونه را پورته شي.  

    تبصره: په افغانستان کې د امریکا تر مشرۍ لاندې د غربي ښکېلاک تر ماتې او دغه راز د اسلامي امارت تر مُبینې فتحې وروسته، امریکا، برېټانیا، فرانسې، جرمني او ځینو نورو غربي هېوادونو د اسلامي امارت پر وړاندې خپله تبلیغاتي دستګاه په بې مخینې ډول فعاله کړې ده.

    دوی دغه تبلیغاتي دستګاه تر ډېره غرب ته د تښتېدلو تش په نوم خبریالانو، هلته د تازه جوړو شویو رسنیو (تبلیغاتي مرکزونو)، د یادو زبرځواکونو تر سیوري لاندې تش په نوم ملګرو ملتونو د استازو او اېجنسیو، ټولنیزو رسنیو او له بېلابېلو نورو لارو چارو په سیستماتیک ډول پر مخ وړي.

    د دغې تبلیغاتي دستګاه اصلي هڅه دا ده، چې څه ډول په افغانستان کې قومي، ژبني، مذهبي، سمتي، ګوندي، جنیستي او نور تبعیضونه او تعصب ډېر کړي او په دې سره افغانستان یو ځل بیا د ګډوډیو، بې اتفاقیو، خپلسریو او بې باوریو کندې ته ور ټېل وهي.

    دوی تر ډېره هغو موضوعاتو ته لمن وهي، چې اوسنی اسلامي نظام پکې نوم بدی کړي او د افغانانو ترمنځ حساسیتونه پرې راوپاروي. د دغې تبلیغاتي کړۍ له ډلې یو یې هم د ریچارډ بینېټ په نوم د بشري وضعیت په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی دی.

    نوموړي دوه کاله وړاندې په ۱۴۰۰ کال کې په دې برخه کې خپله دنده پیل کړه. که څه هم په لومړي سر کې د هغه ماموریت یو کلن و، خو کله چې یادو هېوادونو د هغه د کار موثریت ولید، نو دا موده یې تر یوه بل کال پورې هم ورته تمدید کړه. د نوموړي د ماموریت، مخکینیو کارونو او تازه څرګندونو په اړه لاندې څو تبصرې لرم:

    لومړی: ریچارډ بینېټ هغه مهال دې دندې ته راوستل شو، کله چې اسلامي امارت تازه استقرار ته رسېدلې و، د نظام د پايو د ټينګښت لپاره یې په هر برخه کې چټکې هڅې پیل کړې وې، دغه راز په کابل ښار کې کور په کور تالاشي هغه ټول تبلیغاتي مرکزونه او دفترونه افشا کړل، چې له کلونو راهیسې د دغه ډول تبلیغاتو، ماموریتونو، فرهنګي یرغل، زهرجنو افکارو د خپرولو او د افغانانو تر منځ کې د بې باورۍ خپرولو ځالې وې. د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا د کور په کور تالاشي عملیاتو په ترسره کېدو سره د دښمن د تبلیغاتي دستګاه د دغو ځالو جرړې هم ووتلې.

    د ریچارډ بینېټ اصلي ماموریت دا و، چې په یو ډول نه یو ډول وکولی شي د تبلیغاتي دستګاه دغه مړاوې ريښې یو ځل بیا راژوندۍ کړي او په افغانستان کې د شته نظام د بدنامه کولو لپاره هڅې سره همغږې کړي. په همدې لړ کې یې د تش په نوم ځینو ښځينه فعالانو ډلې جوړې کړې، دوی یې د پیسو او بهر ته تګ د غوړو ژمنو په مقابل کې د نظام پر وړاندې لاریونونو، د مقدساتو سپکاوي، بې حجابۍ، تورونو او له شر او فتنې ډکو کارونو ته راوپارولې.

    د بشري وضعیت په نوم د نوموړي د ټولو راپورونو او په اصطلاح مستندونو اصلي منبع همدوی وې او دي. له بده مرغه دغه ښځينه چې په تېرو شلو کلونو کې غربي ښکېلاک پرې په میلیونو ډالره پانګونه کړې، هر وخت د غربي ښکېلاک د مکرونو ښکار ګرځېدلي او د خپل ملت، هېواد، تاریخ، تمدن، دین، مذهب، ویاړونو او ټولو ارزښتونو پر خلاف کارېدلي او د تش په نوم بشري حقونو د مدافعو بنسټونو د لاس آلې ګرځېدلې دي.

    د دوی له ډلې یې ځینې بهر هېوادونو ته ایستل شوي او ځينې نورې یې لا هم په هېواد کې شته، چې وخت ناوخت د لاریونونو او نورو نظام ضد کړنو په بدل کې ورته پیسې ورکول کېږي.هغوی چې بهر ته تللي، هلته یې د نظام او د افغانستان د خلکو پر وړاندې له دروغو ډک زهرجن تبلیغات پیل کړي او وخت ناوخته د بهرنیو شریرو کړیو په ملاتړ تر لویو سټېجونو غونډو هم رسول کېږي.

    دوی په ډېرې بې شرمۍ او دروغو د افغان مېرمنو د استازو په نوم هغه څه وايي چې زموږ اسلامي ټولنه او مسلمانې خویندې ورسره اصلاً نا اشنا دي، دوی ځانونو د میلیونونو مسلمانو افغان میندو استازې بولي، په داسې حال کې چې دوی ان د خپلو کورنیو استازولي هم نه کوي، ان کورنۍ یې له نوم شرمېږي.

    په هر صورت دا ټول هغه څه دي، چې د ریچارډ بینېټ کار او ماموریت پرې راڅرخېږي. دویم: ریچارډ بینېټ ويلي: «د طالبانو تر کنټرول لاندې په افغانستان کې له تېرې سپټمبر میاشتې راهیسې د بشري حقونو برخه کې بدلون نه دی راغلی دی».

    له نوموړي څخه زما پوښتنه دا ده، چې اصلاً تاسو بشري حقونه څه ته وایئ؟ ایا بشري حقونه لوڅ سر ګرځېدو ته وايي؟ ایا بشري حقونه بې حجابۍ او فحاشۍ ته وایئ؟ بشري حقونه غلاوو ته وایئ؟ بشري حقونه فساد، ظلمونو، غصبونو، تجاوزونو او زورواکۍ ته وایئ؟ که هدف مو همدا موارد وي، بیا سم وایئ، ځکه د دې ټولو مواردو مخه نیول شوې، خو که مو موخه برعکس وي، بیا خو نو په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی، د وینې بهېدنې مخه نیول شوې، بیت المال خوندي شوی، فحاشي مخه نیول شوې، د ظلمونو، فسادونو، غصبونو، زوراکۍ، وسله والو غلاوو، وژنو، خپلسریو او ګڼو نورو داسې مواردو مخه نیول شوې. بیا نو د څه شي د بدلون تمه او غوښتنه لری؟! درېیم: د بینېټ په راپور کې طالبان له ښځو سره پر دوه ګوني چلند تورن شوي.

    لکه څرنګه چې ما مخکې وویل، د نوموړي د راپور بنسټ او منابع تر ډېره هغه ښځې دي، چې د دوی زهرجنې تبلیغاتي پروژې پر مخ وړي، بلې! هغوی چې د نظام پر وړاندې پردۍ تبلیغاتي پروژې پر مخ وړي، د مقدساتو سپکاوی کوي، دیني او نورو ارزښتونه پایمالوي، قانون تر پښو لاندې کوي، خلکو ته درد سر او مزاحمت جوړوي او خلک د نظام پر ضد راپاروي، د هغوی پر وړاندې به هر هېواد او نظام قاطع اقدام کوي، ان دا که د بینېټ په هېواد کې هم وي. د طالب دنده هم همدا دا ده چې په قاطعانه توګه د دا ډول شرارتونو مخه ونیسي.

    بینېټ ولې دې ته اشاره نه کوي، چې د افغان مېرمنو حقونه خوندي شوي، عزت او پت یې خوندي شوی، له هغوی سره د ظلم مخه نیول شوې، په بدو کې د ورکولو مخه یې نیول شوې، د امن خونو په نوم د فحشا او بې لارۍ مرکزونه یې پر مخ تړل شوي، اوس پرې بمبار نه کېږي، د پوستو او نظامي اډو په توپونو او هاوانونو کې نه وژل کېږي، اولادونه، وروڼه او خاوندان یې په امن فضا کې سهار ځي او بېګاه ورته راځي، نو که ستا ماموریت زهرجن تبلیغات نه وي، بیا پر دې ټولو واقعیتونه او حقیقونو دې ولې سترګې پټې کړي، کوم یوه دې یې په راپور کې ځای ورکړی؟ څلورم: نوموړي د خپل راپور پر دوام ویلي چې طالبانو بې حجابه ښځې نیولي او دوی یې له دې کاره راګرځولې دي.

    هو! الحمدالله! زموږ ټولنه اسلامي ټولنه ده، تر ۹۹سلنه ډېر خلک یې مسلمانان دي، ارزښتونه یې اسلامي دي، د دغو ارزښتونو د ساتنې او پالنې لپاره یې لسیزې مبارزې کړي، د خپل بدن د وینې، هډوکو او غوښو په بدل کې یې دا ارزښتونه ساتلي او پاللي او همدا ارزښتونه به پکې پلي کېږي. حجاب اسلامي فریضه ده، الحمدالله تر ۹۹ سلنه ډېرې افغان مسلمانې میندې پرته له دې چې څوک ورته وايي، خپل حجاب رعایتوي او هغه د خپل ځان، عزت او پت د ساتنې لپاره اړین بولي.

    د حجاب پر وړاندې ستاسو شل کلنو پروژو او تبلیغاتو دوی ته تیارې نه کړې، چې ان خدای ناخواسته خپل پړونی لرې کړي. هغو د ګوتو په شمېر ښځو چې دا کار یې وکړ، هغوی اصلاً له خپل دین، مذهب، ارزښتونو، عزت او پت یا خبرې نه دي او یا هم ستاسو د تبلیغاتو قرباني دي.

    افغان مسلمانې خویندې او میندې هېڅکله دې ته نه دي تیارې چې د بشري حقونو په نوم ترې حجاب او پړونی لېرې کړې، تا دا ټولنه سمه نه ده پېژندلې، مهرباني وکړه، د دې ټولنې په اړه دې معلومات سم او تازه کړه، هغه څه چې ته یې بشري حقونه بولې، هغه دې خپلې ټولنه ته وغواړه او ور یې کړه. زما ټولنه داسې دین او ارزښتونه لري، چې د بشریت په تاریخ کې یې ساری نشته، دا ارزښتونه د الله تعالی له لوري داسې چا راوړي، چې له ۱۴۰۰ کاله وروسته یې د تر ټولو غوره بشر په توګه ته هم پرې اعتراف کوې

    .

    مخکینۍ مقالهد طالبانو واک ته رسېدو وروسته ولې ترکیې له افغانستان سره اړیکې ساتلي؟
    راتلونکي مقاله شهباز شریف د پاکستان نوی لومړی وزیر وټاکل شو

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    د ښځو حقوق؛ هغه مسئله ده چې له ډېر پخوا راهیسې یې معنی او مفهوم…

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.