د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د زابل ولایت شاهجوی ولسوالۍ کې د خصوصي سکټور له لوري د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د «سوداګریز، کرنیز او مالدارۍ» کمپلکس رغنیزې چارې پیل شوې.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د دغې پروژې د پرانیستې مراسمو کې ویلي، چې د کرنې وزارت له پانګهوالو سره همکارۍ ته چمتو دی او د پروژو د پلي کېدو لپاره هغوی ته ځمکې هم ورکوي.
یاد کمپلکس د «آباد هېواد» سوداګریز او کرنیز شرکت له لوري د ۳۰۰ جریبه ځمکې پر مساحت جوړېږي، چې کرنیز او مالدارۍ فارمونه او سړې خونې به پکې شاملې وي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، هڅه کوي چې د خصوصي سکټور په همکارۍ بنسټیزې پروژې پلې کړي او په هېواد کې د کارموندنې زمینه لا پراخه کړي.
