‏د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ (جمعه) له ګاونډیو هېوادونو ۱۰۶۶ کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې پنځه زره او ۶۵۶ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېرې ۸۹۶ کډوالې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۴زره او ۸۴۵ تنو ته رسېږي، د ننګرهار تورخم ځمکني بندر له لارې هېواد ته ستنې شوې دي.

سرچینې ویلي، چې تېره ورځ ۱۰۳۱ راستنې شوې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې، له ۷۹۰ کورنیو سره مرسته شوې او ۹۷۹ تنو راستنو شویو ته په وړیا ډول سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

د ویلو ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان څخه د افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version