‏د هېواد په ختیځ په ځانګړي ډول کنړ کې زلزله‌ځپلو لپاره د قطر د بشري مرستو پنځه نورې الوتکې له دوحې کابل ته رارسېدلې دي.

د راپورونو له‌مخې، په دغو مرستو کې مجهز ګرځنده روغتونونه، طبي وسایل، خیمې او د حفظ‌الصحې لومړنۍ بستې شاملې دي.

راپور زیاتوي، چې یادې مرستې د قطر د امیر په لارښوونه د کنړ زلزله‌ځپلو لپاره برابرې شوي او ورسره یو شمېر ډاکټران او د ژغورنې ډلې هم کابل ته راغلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version