د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې د هېواد پلازمېنه کابل به نن شنبه او سبا یکشنبه (د وږي، ۱۵مه او ۱۶مه) د برښنا انرژۍ د پانګونې ستر کنفرانس کوربه وي.
سرچینې زیاته کړې، چې د برښنا سکتور ملاتړ او پانګونې جذب دغه کنفرانس به د برښنا په بېلابېلو برخو کې د پانګونې اسانه او خوندي فرصتونه را څرګند کړي.
د افغانستان برښنا شرکت د خبر لهمخې، دغه پراخ ګډونه کنفرانس کې د ۲۲ هېوادونو استازي، د نړیوالو بنسټونو غړي، ملي او نړيوال پانګوال، دولتي ادارو استازي او خصوصي سکتور فعالان ګډونوال دي.